افغانستان انسان کور، که ګورستان!؟

ولې دا جنت وطن مکان راته د بایللو لوبغالی جوړ شوی دی!؟
ولې هم خپله مات او هم نړۍ را سره، مات لاس په غاړه کې وړي!!
آیا څوک یاست؟ څوک وینئ؟؟ د چا مو اورېدلي، چې دلته د کامیابۍ تاج ور په سر شوی وي او ایا داسې څوک به پیدا شي؟؟؟
نیمه پېړۍ وشوه، چې عقل، د قهر خوراک شوی او دلته (توره!)، د واک په دریځ سپره ده!
نیمه پېړۍ کېږي، چې نړۍ خپله موږ افغانانو په بلنو، هڅولو، راکشولو، دې (بازي در قفس) ته را لوېدلې؛ هم د لوبې جاج اخلي هم تېل ورباندې شيندي او هم حقوقي دعوې راباندې کوي!
د سپین پوستي نژاد د واک د عصر، حداقل درې لکه روزل شويو، سنبالو پوځیانو لوړ غرور، دلته د ماتې زهرجام څښي او ټول په تاوان کې مخ په اصلي قشلو روان دي!!
او موږ؛ «افغانستان مو د امپراتوریو هدیره ګرځولی!»، او چې لا شاعرانه یې کړو: «په جهان د ننګیالو وي دا دوه کاره/ یا به وخوري ککرۍ، یا به کامران شي!»
خو تریخ حقیقت څه وایي؟
داوودخان راپورته شو، چې ملي اصلاح راولي!
چپیانو د ټانکونو په آژدهاوو د ارګ زور و ځواک ته اور واچاوه، چې د خوراک، پوښاک او سرپناه وېش په متر و انچ برابر کړي! مجاهدینو له تبر و ملخي ټوپک نیولې تر ستنګر پورې په ملا را وتړل، چې ولس ته اخرت وګټي!
طالبانو ددغو ټولو خطاکارانو په شر پسې، د شریعت سپینه چپنه را واغوسته، چې د ایمان او جهان له مخه، ناروا وتوږي او څېره و جامه و هرڅه په شرعه برابر دود کړي! خو پر موږ نسلي ماته را ګډه ده!! هیچا- حتا موږ له لکهاوو قربانیو سره- فتحه نه ده کړې! ټول مات شوي یو!! افغانستان د ماتې ستېج دی. سپین، تور، ګندمي، ژېړ…دلته لکه توت تویې شوي!
دا څه قهقرا ده؛ هم ځان او هم جهان ته بلاګرځېدل!
د هغې ورځې په هیله، چې اراده وکړو او جګړه له ذهن، عاطفې، روان او لاسو، د خاطراتو په موزیم کې عمري بند ته واچوو!
مرګ راباندې ستړی دی؛ یوازې یو نوی انتخاب په مخکې لرلای شو؛ په سوله، باور او مهربانۍ کې له ځان او نورو سره ژوند کول!