د کابل په شمال کې اورلګېدنه؛ اوه تنه مړه او شل میلیون ډالره زیان

د ۸صبح پښتو مجله، م. ظ. صمیم

د غويي په یوولسمه شپه د کابل په شمالي دروازه کې لوی اور ولګېده. د تېلو او ګازو د ډبو د چاودنو غږ د اور لګېدو سیمې ته نږدې اورېدل کېده او د اور لمبې له لیرې ښکارېدې. که څه هم د اور وژنې ډله زر سیمې ته ورسېده؛ خو ترسهاره یې په وژلو بریالۍ نه شوه. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا اور لګېدنه د کابل په شمالي دروازه کې تېلو او ګازو د موټرو د درولو له امله رامنځته شوه. د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دغه پېښه کې اوه تنه مړه او څوارلس نور ټپيان شول. ددغه وزارت د مسوولینو په خبره، د پېښې یو شمېر ټپیان له لومړنیو روغتیايي مرسته وروسته رخصت شوي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق آرین وویل چې د تېلو په یوه ټانکر کې یوه کوچنۍ اور لګېدنه د زیات شمېر باروړونکو موټرو او ټانکرونو د سوځېدو لامل شوه. هغه ټینګار وکړ چې دا یوه ترهګره پېښه نه وه؛ بلکې د بې پامي له امله رامنځته شوې پېښه وه. د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خبره، د دې پېښې د ارزولو په موخه یو پلاوی ګمارل شوی چې څرنګوالی یې وڅېړي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا هم ویلي چې ۵۵ لوی او کوچني باروړونکي موټر په دغه پېښه کې سوځېدلي او په سیمه کې یو شمېر هټۍ هم سوځېدلي دي. د ویلو ده چې دغه اور لګېدو د وارداتي برېښنا ستنې ته هم زیان رسولی او دا کار د دې لامل شو چې کابل ښاریان او د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي د څو ساعتونو لپاره له برېښنا بې برخې شي.
له بله پلوه، د هغو لومړنیو شمېرو پر بنسټ چې د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت له خوا ۸صبح ته ورکړل شوې، ددې پېښې له امله خلکو ته ډېر زیان مالي زیانونه اوښتي او عامه شتمني هم زیانمنه شوې ده.
له بلې خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د غويي په دوولسمه نېټه جوته کړه چې کابو دوه سوه باروړونکي موټر او د تېلو ټانکرونه سوځېدلي دي. ددغو مسوولینو په وینا، د لومړنیو رپوټونو له مخې، په دې پېښه کې خلکو ته کابو شل میلیون ډالر زیان رسېدلی دی. ددغه بنسټ د عامه اړیکو آمر جان آقا نوید ۸صبح ته وويل چې دا آټکلیز شمېر دی او د کره زیانونو روښانه کول وخت او پراخې ارزونې ته اړتیا لري.
پېښه څه ډول رامنځته شوه؟
که څه هم پولیس د دغې اورلګېدنې د څرنګوالي په اړه څه نه وایي؛ خو موټر چلوونکي جوتوي چې دا پېښه له روژه ماتي وروسته شوې ده. د تېلو د ټانکرونو دوه موټر چلوونکي نورالله او بصیر ۸صبح ته وویل چې اور هغه وخت ولګېده چې دوی له روژه ماتي وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا د لارې د پرانیستلو په تمه وو. خو د دوی په وینا، یوه ټانکر ناڅاپه اور واخیست او دغه اور کرار کرار پراخ شو. دغه دوه موټر چلوونکي وایي چې د دوی د موټرو په سوځېدو سره ډېر زیانمن شوي دي. د دوی په خبره، د موټرو په سوځېدو سره یې هر یوه سل زره ډالر زیان لیدلی دی.
د تخار اوسېدونکی بابه جان چې د ګازو د لېږدولو موټر لري، ۸صبح ته یې وویل: «زموږ موټر ولاړ وو او الوتکې هم په آسمان کې ګرځېدې. ناڅاپه د چاودنې او چسپکي مین غږ پورته شو او زموږ په درېيو موټرو کې چې د ګازو تجارت کوو درې غږونه تکرار شول. ومو لیدل چې نور نو د ژغورنې لپاره څه نه لرو او یوازې ننداره مو یې کوله.»
د پنجشېر کوهدامن د تېلو ټانک خاوند محمد رحیمي هم ویلي چې په دغه اورلګېدو کې یې څه د پاسه ۱۵۰ زره ډالر زیان لیدلی دی. د هغه په وینا، دا اورلګېدنه له درېيو پرلپسې چاودنو سره پيل شوه چې له امله یې د هغه دوولسو د تېلو ټانکرونو اور واخیست او د تېلو د ټانګ ودانۍ هم په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
له بلې خوا، د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت مطبوعاتي سلاکار وویل چې دغه بنسټ د کابل په شمال کې اورلګېدنه د یوې طبیعي پېښې په توګه ثبتوي او د زیانونو د ارزونې په موخه یو پلاوی هم ټاکل شوی دی. هغه زیاتوي چې له زیانمنو سره مرسته د ارګ په تصمیم پورې اړه لري.
د سیمې اوسېدونکي: پولیسو ناغېړي کړې
د سیمې اوسېدونکي پر پولیسو په نیوکې سره وايي چې د کابل په دروازه کې له مخکې نه ددغه راز اورلګېدو احتمال موجود و؛ خو د کورنیو چارو وزارت چارواکو او پولیسو ورته پام ونه کړ او د تېلو ټانکرونه یې دغې دروازې ته نږدې درولي وو.
د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل اوسېدونکی سمیر هاشمي ۸صبح ته وویل چې د حکومت د بې پامۍ له امله د کابل کندهار لویه لار د مرګ په لاره بدله شوې او وخت ناوخت پر دغه لاره خلک له مرګونو پېښو سره مخامخ کېږي. هغه زیاته کړه: «موږ فکر کوو چې حکومت او کورنیو چارو وزارت د خیرخانې کوتل او شمالي له خلکو غچ اخلي؛ ځکه چې په تېرو ۱۵ کلونو کې هیچا د دوی ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او له ترافیکي ګڼې ګوڼې تر اورلګېدنې او امنیتي ستونزو پورې دا خلک ورسره لاس و ګرېوان دي.»
همداراز، هېوادوال باوري دي چې د اور وژنې ډله سیمې ته د رسېدو پرمهال کافي امکانات نه لري. یو بل هېوادوال عنایت صدیق وایي: «د اور وژنې ډلې چې کله د لویو اور لګېدو سیمې ته رسېږي، ډېر وختونه یوازې ننداره کوي، ځکه له پخواني سیستم پرته چې د اوبو پیپ دی د اور وژنې نور امکانات نه لري.» هغه زیاته کړه چې په تېرو څو کلونو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې مارکېټونو او لویو پلورنځیو اور اخیستی؛ خو هېڅ اورلګېدنه له درنو مالي زیانونو مخکې نه ده کابو شوې.
د ویلو ده چې د شنبې شپې له اورلګېدو وروسته، د باروړونکو موټرو چلوونکو د خلکو پرمخ لاره وتړله او اعتراض یې وکړ چې حکومت باید د دوی خساره ورکړي. له دې مخکې هم په هېواد کې د بار وړونکو موټرو یو شمېر ټولنو د هغه څه له امله چې د لارو په اوږدو کې یې له دوی څخه په زور د پیسو اخیستل وبلل، اعتراض او کار بندیز کړی و چې په پایله کې یې په بازارونو کې د توکو بیې په بې مخینې توګه لوړې شوې.
د هېواد پر لویو لارو او بندرونو کې د تېلو او ګازو د ټانکرونو او خوراکي او ودانیزو توکو د باروړونکو موټرو د سوځېدو له امله هېوادوال له ستونزو سره مخامخ شوي دي. لکه څنګه چې د هرات په اسلام کلا بندر کې د اورلګېدو له امله دولت او خلکو ته درانه مالي زیانونه ورسېدل. دا په داسې حال کې دي چې په تېرو دوو میاشتو کې په هېواد کې دوه ځله لویې اورلګېدنې وشوې چې خلکو او پانګه والو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button