طالبان، د کانونو تالان او د نړیوالې ترهګرۍ ګټه

د افغانستان په کانونو کې ډېرو سترګې خښې کړې دي، له مافیایي ډلو نیولې تر استثماري شرکتونو او هیوادونو پورې. په مخکیني نظام کې د حکومت د کمزورتیا یو لامل د هغو ډلو هڅې وې چې ګټې یې د قانون د حاکمیت په کمزوري کولو او پر طبیعي کانونو د حکومت د کنټرول په کمولو کې وې. هغوی هڅه کوله چې حکومت د طالبانو پر ننګونې سربېره، له نورو ننګونو سره مخ کړي. خو د ازادو رسنیو شتوالي او له سانسور پرته د رپوټ ورکونې امکان د دې لامل کېده چې وخت پر وخت د کانونو د لوټ کېدو خبرونه عامه افکارو ته ورسېږي او د کانونو د څارنې لپاره لنډمهالي تدابیر ونیول شي. که څه هم په دې برخه کې هېڅکله کوم بنسټیز ګام نه اخېستل کېده. کله ناکله په حکومت کې یو شمېر فرصت طلبو او بې اصولو سیاستوالو د ځینو کانونو د استخراج امتیاز هغو شرکتونو ته سپاره چې د ځینو هېوادونو په استخباراتو پورې تړلي وو.
له کله نه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، د افغانستان د کانونو د بې حسابه او بې کتابه لوټ او تالان په مخینې کې بله پاڼه پرانېستل شوې ده. دا ډله د ازادو رسنيو په ځپلو او د خبريالانو پر کار د خورا سخت سانسور په لګولو سره هڅه کوي چې د هېواد پر ترخو او دردونکو واقعيتونو پرده واچوي او د کانونو د لوټ او تالان په تړاو عامه افکارو ته د هر ډول خبر د رسېدو مخه ونیسي. د جبر تر سیوري لاندې او له واقعیتونو نه د خلکو په ناخبره ساتلو کې د طالب مشرانو لاسونه په بشپړه توګه خلاص دي چې د هیواد ټوله شتمنۍ څنګه یې چې زړه غواړي ولوټي. په هغه هېواد کې چې له ۲۵ میلیونو نه زیات وګړي یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او هره ورځ د نړۍ په مرستو او خیراتونو تغذیه کېږي، حاکمه مافیا د کانونو پر خزانې ناسته ده او په ملیونونو ډالره ګټه جیبونو ته اچوي. په حقیقت کې هرڅومره چې د افغانستان خلک له اقتصادي پلوه کمزوري او له ستونزو سره مخ کیږي ، اوسني واکمنان چاغېږي او جیبونه یې پړسېږي، څه په هغو میلیونونه ډالرو چې له لوېدیځه یې اخلي او څه په هغو بسپنو سره چې د ایران او قطر او نورو حکومتونه یې د دوی مشرانو ته ورکوي اوڅه د کانونو په پلورلو او د بیلابیلو هېوادونو پر استخباراتو پورې اړوند شرکتونو ته د هغو په سپارلو سره. په دې لړ کې د افغانانو تر ټولو بده تجربه د چینايي شرکتونو په برخه کې ده چې د زبېښاک نړیوال شهرت لري. د جمهوریت پر مهال دغو شرکتونو په افغانستان کې د کانونو ډېری تړونونه وګټل، له دې پرته چې د هماغه وخت د ژمنو د عملي کېدو په برخه کې ګام پورته کړي، اوس چې مشروع حکومت نشته، تر بل هروخته د کانونو د چور او تالان زمینه ورته برابره شوې ده.
د طالبانو ساده او پياده سرتيري په بشپړ حماقت سره ګمان کوي، چې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره جنګېدلي او څومره چې د افغانستان پر ښځو او نارینه وو ژوند تریخ کړي، هومره خپل ديني رسالت په ښه توګه ترسره کوي. هغوی نه پوهیږي چې مشرانو یې اوس د غلا او اختلاس لپاره خپل جهاد اکبر پېل کړی او د لاتینې امریکا د کارټلونو مخ سپينوي. د افغانستان په تړاو میداني معلومات ښيي چې د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن، د هغه مرستیال ملا برادر، د دفاع وزیر ملا یعقوب، د کورنیو چارو وزیر ملا سراج حقاني، د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقی او د طالبانو د کانونو وزیر ملا شهاب الدین دلاور د دغې مافیايي شبکې ځيني مشران دي چې خپل زامن، وروڼه، زومان او نور خپلوان یې د نشه یي توکو پر قاچاق سربېره، د هېواد پر عایداتي سرچینو ګمارلي او د افغانستان په تاریخ کې یې تر ټولو سترې غلاوې کړې دي. د هغوی یوه برخه شریکان القاعده، انصارالله او نور ترهګریز سازمانونه دي، چې د دغو کانونو لوټ او تالان یې د تجهیز او تمویل سرچینه ده. افغانستان لوټل کیږي او مافیا او ترهګري ورځ تر بلې پیاوړې کیږي.