پښتو ژبې ته یوه بله ډالۍ ور اضافه شوه!

راپور: محمد عزيز پردېس

روڼ اندی ځوان کتاب تازه په تازه په کابل کې د چاپ په ګاڼه سینګار او بازار ته وړاندې شو. یاد کتاب په ۹۸ مخونو کې د ځوان ليکوال او ژباړن، عبدالوهاب مومند لخوا لیکل شوی دی.
ښاغلي مومند له ۸صبح پښتو مجلې سره په خبرو کې وويل: «دا چې یو ځوان څنګه کولی شي خپل فکر منسجم کړي، د ځان لپاره موخې وټاکي، وخت ته څنګه ارزښت ورکړي، څنګه کولی شي، وخت څخه سمه ګټه پورته کړي او د بریا خواته ته تکل وکړي، داسې او دې ته ورته نورې لارښوونې په دې کتاب کې نغښتي دي.»
نوموړي همداراز وويل چې، د یاد کتاب په لیکنو کې د نامتو لیکوالانو هغه تجربې ځای پر ځای شوي چې د لوستونکو لپاره ګټورې بلل کېږي او ترڅنګ یې هڅه شوې، د یو ځوان په توګه نورو ځوانانو ته داسې اړینې تګلارې په ګوته کړي، چې باوري دی په درد یې خوري.

ورته لیکنې

Back to top button