یوسف قرضاوي د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۲۶ مه د ۹۶کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. په دې کې شک نشته چې قرضاوي په اوسني عصر کې د اسلامي نړۍ یو وتلی او مشهور دیني عالم او مجتهد و. داسې وړاندوینه کېږي چې د نوموړي له مرګ وروسته، به د هغه لیکنې او اثار څیړونکي تغذیه او د هغوی له پاره به سوژې پیدا کړي. له دې امله غواړم د نوموړي د تګلارې، شخصیت او ژوند په اړه څو ټکي لوستوالو ته وړاندې کړم:
۱- د قرضاوي په څېر شخصیتونو د ژوند تګلوری(۱۹۲۶- ۲۰۲۲) هیله بښونکی او الهام بښونکی دی. نوموړي د خپل عمر ۷۵ کلونه په داسې کړنو کې ولګول چې هم دده له پاره په زړه پورې و او هم د ټولنې له پاره ګټور او اغیزناک و. نوموړي ولیکل، ویې ویل او درس یې ورکړ، ختیځو او لویدیځو هېوادونو ته یې سفر وکړ، له اسلامي سازمانونو سره یې همکاري وکړه، په غونډو کې یې ګډون وکړ، په مناظرو کې یې ونډه واخیسته، په تلویزیون کې راڅرګند او په پوره فصاحت او بلاغت یې له خپلو اوریدونکو سره خبرې وکړې، له اشخاصو او ډلو سره یوځای شو او بیا یې ورسره اړیکه پرې کړه، لنډه دا چې یوه شیبه هم غلی کینناست او په دې کارونو یې د ځمکې د سر میلیونونو انسانانو زړونه خپل کړل. انسان یوه ورځ حتما مري، څومره ښه ده چې له مرګ وروسته د خلکو په خاطرو کې ژوندی وي او تلپاتې اثار یې په یادګار پاتې شي. قرضاوي داسې کارونه ترسره کړل. د ګټور او له جوش او جذبې ډک عمر له پای ته رسېدو وروسته د قرضاوي مرګ، د تاسف وړ نه دی، بلکې په اصل کې حسادت برانګیز دی.
۲- یوسف قرضاوي په لومړیو کې په مصر کې د اخوان المسلمین سازمان رسمي غړی و او د همدې سازمان په چوکاټ کې یې فعالیتونه ترسره کول؛ خو د وخت په تیرېدو متوجه شو چې ګوند یې فعالیت محدودوي او پروګرامونوته یې زیان رسوي. هغه په دې پوه شو چې ګوندي قوانینو او مقرراتو ته پابندي د نوموړي د خوځښت او حرکت مخه ډب کوي او د فکر ساحه یې راتنګوي. سره له دې چې اخوان سازمان یې پرېښود، خو بیا یې هم تر یوه بریده له دې سازمان سره اړیکه درلوده، تر دې چې دا کس د یاد سازمان له متفکرینو څخه ګڼل کېږي. نوموړي د اخوان المسلمین پر کار او د دوی پر نظریو د قلم او ژبې له لارې سختې نیوکې کولې. نوموړي د سید قطب په اړه له جنجالونو ډک دریځونه درلودل او هغه یې د اخوان د رښتیني سلوک څخه په انحراف تورناوه. قرضاوي تر اخره په اخوان سازمان کې د سید قطب له ډلې سره له ستونزو ډکه اړیکه درلوده، خو د اخوان المسلمین د بنسټګر حسن البنا په اړه یې تر وروستیو ورځو پورې خپله اراده بدله نه کړه.
۳- قرضاوي هغه مهال چې د اخوان المسلمین پر پېژندل شویو غړیو فشارونه زیات شول، داسې شرایط ورته برابر شول چې قطر ته ولاړ شي. عبدالحمید کشک د جمال عبدالناصر او انور السادات په حکومتونو کې یو نوموتی ویناوال و او په ټول مصر کې یې ګڼ شمیر اوریدونکي او مریدان درلودل. هغه مهال دې په سترګو ړانده ویناوال په خپلو ویناوو کې پر یوسف قرضاوي او محمد غزالي او داسې نورو کسانو نیوکې کولې چې دوی د مصر د خلکو په خوا کې نه دي ولاړ او له صحنې تښتي او د ارام ژوند له پاره خلیجي هیوادونو ته ولاړل. عبدالحمید کشک به په کنایه کې هغو ته «پترول شیخان» ویل.
وروستیو پېښو وښودله چې په دې برخه کې د قرضاوي پرېکړه پر ځای وه. که چېرې قرضاوي په مصر کې پاتې شوی وای او د تیلو او ګازو د پریمانه زیرمو هېواد قطر ته یې پناه نه وای وړې، نو بالکل به قرضاوي نه و. قطر ته په راتګ سره هم د مصر رژیم له فشارونو خلاص شو او نه یې هم د یوې ګولۍ ډوډۍ پیدا کولو فکر د هغه د ودې مخه ډب کړه. وروسته چې کله قطر پرمختګ وکړ او ورځپاڼو، رادیوګانو او تلویزیونونو فعالیت پیل کړ، د قرضاوي اړوند خبرونه د نورو هغو په سر کې راتلل. په ۱۹۹۶ کالکې د الجزیزې تلویزیون په جوړېدو سره قرضاوي داسې یوه تربیون ته لار وموندله چې کولای شول په یوه شیبه کې د نړۍ په کچه میلیونونو اوریدونکو او لیدونکو سره اړیکه ټینګه کړي. که چېرې قرضاوي له مصر څخه نه وای وتلی، ددې احتمال و چې د یوه ازهري وتلي عالم په توګه پاتې شوی وای او بس.
۴- د یوسف قرضاوي یوه ځانګړنه چې د هغه د ځلا لامل وګرځېده، هغه د نوموړي روان قلم او خوږه ژبه وه. نوموړي پر عربي ژبه بشپړ واک درلود او له سلو یې زیات کتابونه ولیکل. دغه کتابونه د فقې، فکر او سیاست په برخه کې لیکل شوي دي. طبیعي خبره ده چې دا کتابونه د کیفیت له پلوه یو شان نه دي او کولای شو پر ځینو یې نیوکه وکړو. له دې ټولو سره سره قرضاوي ان په لوړ عمر کې چې د نوموړي فزیکي توان یې راکم کړی و، د یوه ځوان په څېر یې خپلو لیکنو ته دوام ورکړی و او د ژوند ترپایه یې قلم په ځمکه کېنښود. زما په نظر د قرضاوي کتابونه چې د فقې او اجتهاد په برخه کې یې لیکلي دي، له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دي او د خپلو سیالانو پر وړاندې د نوموړي د قوت ټکی او پر فقهي سنت د لاسبري ښکارندوی دي.
د اسلامي فقې په اړه د هغه ژور معلوماتو نوموړي ته ددې فرصت په لاس ورکړی و چې نوې نظریې او افکار خلکو ته وړاندې او هغه فضا چې په دیني بنسټونو کې واکمنه وه، محرکه او په جوش راولي او د فقیهانه نظریو بنسټ تغیر کړي.
۵- لومړی فقهي کتاب چې دوکتور یوسف قرضاوي ولیکه، «په اسلام کې حلا او حرام» نوم یې درلود. دا کتاب د خپرېدو په لومړیو کلونو کې پراخ غبرګونونه راولاړل کړل. دا غبرګونونه عمدتا د هغو خبرو خلاف و چې په دې کتاب کې ویل شوې وې. په دې کتاب کې د قرضاوي چلند، اسانه و. د یاد کتاب منتقد عربستاني شیخ صالح الفوزان ویلي و چې ددې کتاب سرلیک باید «په اسلام کې حلال او حلال» وای. قرضاوي ځواب ورکړی و، شیخ فوزان هیله درلوده چې د کتاب نوم «په اسلام کې حرام او حرام» وي. دوکتور قرضاوي په دې کتاب او نورو کتابونو او فتواوو کې په اجتهاد کې یو نوی باب پرانیست او راتلونکو نسلونو ته یې ډیرې لوړې او ژورې لارې هوارې کړې. اوس چې مثلا راځو او د «په اسلام کې حلال او حرام» کتاب لولو، په دې کتاب کې د مطرح شویو مسایلو یوه زیاته برخه حل شوې تصور کوو. په داسې حال کې چې په کتاب کې راغلي مسایل نه یوازې دا چې معلوم نه و، بلکې معضله ګڼل کېدل چې هغو ته حل لار موندل د حضرت فیل کار و. قرضاوي درک کړې چې د کلتوري دودونو سره د مقابلې له پاره باید له ټولو اجتهادي پتانسیلونو څخه ګټه پورته کړي او اجتهاد ته نوې معنا او مفهوم ور وبښي. کېدای شي اوسمهال موږ د یو شمیر له پاره هغه څه چې قرضاوي ویلي او یا هغه کلیمې چې د کتاب په ډول یې لیکلې، چندان په زړه پورې نه وي. خو سره له دې هم په اسلامي نړۍ کې د اجتهاد او فتوا برخه به تل د نوموړي پوروړې وي او هغه به د دود ماتونکي او بې باکه مجتهد په نوم یادېږي.
۶- د سیاست نړۍ ډیره پیچلې او له رازونو ډکه نړۍ ده او څوک یې چې په اړه پوره معلومات ونه لري، کېدای شي له سرخوږي او نیوکو سره مخ شي. له بل لوري هغه څوک چې په فکر او معنوي لحاظ د ټولنې مشري په غاړه لري، ځان اړ بولي چې د سیاسي قضیو پر وړاندې خپل دریځ غوره کړي. دا چې سیاسي ډګر د کشالو او ګټو د اختلاف ډګر دی، دا ډول څرګندونې بیا نیوکې او غبرګونه راولاړوي.
دوکتور قرضاوي کله ناکله د ځینو جریانونو او ډلو په ګټه دریځ غوره کړی او د هغوی دریځ یې لا پیاوړی کړی دی؛ هغه ډلې چې له فکري او فقهي پلوه د قرضاوي له افکار سره هېڅ راز تړاو نه لري. کله ناکله داسې دریځونو قرضاوي داسې یو شخص معرفي کړی چې د استخباراتو په لومه کې لویدلی او خپل علمي اعتبار یې نه دی ساتلی.
۷- کېدای شي تاسو د قرضاوي د لیدلورو په تفصیلي مطالعې سره داسې تصور وکړ چې نوموړی د هغه څه چې ویل کیږي، منځلاری نه دی او کله ناکله افراطي افکارو دودولو ته مخه کوي. په لومړي سر کې باید دا ټکی په پام کې ولرو چې د اعتدال او افراط تعریف یو ستونزمن کار دی او نه شو کولای داسې تعریف ورته پیدا کړو چې ټول دې د هغه په اړه په یوه خوله وي. دویم دا چې تاسو د هغو سخت دریخو ډلو نظر او چلند چې په دې وروستیو څو کلونو کې په یو شمیر هېوادنو کې رامنځته شوې دي، وڅیړئ، نو بیا پوهیږئ چې د قرضاوي په شان اشخاص په اسلامي نړۍ کې یو ستر غنیمت دی او څومره کولای شي ددې ډلو د پراختیا پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي. تاسو د سکولار په نظریو هېڅ وخت نه شی کولای له داسې افکارو سره مقابله وکړئ، بلکې کېدای شي د هغو له پیاوړتیا سره مرسته وکړئ. قرضاوي یو له هغو مهمو او لومړنیو اشخاصو څخه دی چې اسلامي ډلو کې یې افراطي نظرونه په ګوته کړي او پر هغو یې نیوکه کړې ده. طبعا هېڅوک نه شي کولای د قرضاوي په اندازه په اسلامي ډلو کې د سخت دریځۍ د مخنیوي برخه کې له هغه ګټور او اغیزناک واوسي. نوموړی له داسې فضا سره نااشنا نه دی، له دې امله هغه په اسانۍ کولای شي دا نیمګړتیاوې پیدا او بیا ورته حل لارې پیدا کړي.
۸- دوکتور قرضاوي په کافي اندازه له شخصي نعمتونو برخمن و. دې نعمتونو پر نورو لوړ کړی و. خو په دې ټولو نه شو کولای چې دا له پامه ورغورځو چې قرضاوي د الجزیرې تلویزیوني شبکې د «الشریعه والحیاه» اوونیزې خپرونې له لارې د خلکو په منځ کې د شهرت لوړې پوړۍ ته ورساوه، الجزیره تلویزیون چې په ځانګړي ډول د فعالیت په لومړیو کلونو کې یې داسې اټکل کېده چې په عربي او یو شمیر نورو هېوادونو کې میلیونونه لیدونکي لري، قرضاوي ته د خپل تربیون په ورکولو سره یې وکولای شول چې د نوموړي لیدلوري، د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي او نړیوال شهرت ور په برخه کړي. د انسانانو په لوړولو او ښکته کولو کې د رسنیو له رول څخه انکار نه شي کېدای. الجزیرې وکولای شول په اسلامي نړۍ کې د قرضاوي موقف او عمومي افکارو له عهدې په ښه ډول ووځي. په افغانستان کې هم ځینې مذهبي علما له تربیون څخه په ګټه اخیستلو سره چې د دوی په واک کې ورکړل شوي، په دې توانیدلي چې شهرت پیدا او علمي وړتیا یې نور ته ښکاره شي. البته د یادونې وړ ده چې له یوسف قرضاوي سره د افغانستان د مذهبي عالمانو پرتله به د قرضاوي په حق کې ستر ظلم وي.
۹- د یوسف قرضاوي یوه جنجالي فتوا، د اسرائیلو پر ضد د« استشهادي/ انتحاري عملیاتو» د ترسره کېدو روا کېدلو فتوا وه. نوموړي ددې کار د جواز له پاره ځینې شرطونه ایښي او هڅه یې کړې وه چې دا چاره په ځانګړو حالاتو پورې محدود کړي. دې فتوا د یو شمیر لویدیځو هیوادونو غوسه راپارولې وه او دا ددې لامل وګرځېد چې قرضاوي امریکا او بریتانیا ته سفر ونه شي کولای. یو شمیر څارونکو هڅه کړې چې دا فتوا له حد زیاته خطرناکه وښيي او وايي چې دې فتوا تاوتریخوالي ته لمن ووهله او سخت دریځو ډلو ته یې ددې چانس په لاس ورکړ چې له خپلو مخالفانو سره د مقابلې له پاره له ځانمرګو عملیاتو څخه ګټه پورته کړي. که چېرې زما شخصي نظر وپوښتل شي، نو وبه وایم چې په اسلامي نړۍ کې سخت دریځې ډلې هېڅ د قرضاوي فتوا ته اړتیا نه لري، بلکې خپل ځانګړي مفتیان لري.
دلته چې کومه پوښتنه راولاړېږي، داده چې د سخت دریځو جریانونو د ناوړه چلند په اړه د قرضاوي نور لیدلوري ولې دومره اغیزناک نه دي چې دا ډلې له تاوتریخوالي راوګرځوي، ولې یوازې د «انتحاري عملیاتو» د شرعي جواز فتوا دوی ته ګټور ده.
۱۰- په دې څو کلونو کې چې قرضاوي په قطر کې ژوند کاوه، شتمني یې پیدا کړې ده. قرضاوي د «المقابله» په نوم پروګرام کې چې د الجزیرې تلویزیون څخه خپرېده او چلوونکی یې عربستانی ژورنالیست علي الظفیري و، وویل چې په دوحه کې دوه کوره لري؛ په یوه کور کې یې میرمن او کورنۍ ژوند کوي او بل یې کتابخانه او میلمستون دی.
خو کمرې به چې ښودل ستره او مجلله ماڼۍ وه چې یو یې هم عادي خلکو ته په لاس نه ورځي، پاتې شول دوه. د خواشینۍ خبره داده چې له مرګ وړاندې یې د میراث موضوع کورنۍ ستونزې راولاړې کړې وې چې کیسه یې اوږده ده. په یو ځای کې مې ولوستل چې یو چا د هغه د شتمنۍ د پیدا کولو له امله پر نوموړي نیوکه کړې وه. خو که چېرې غواړو حقیقت ووینو، نو داسې قضاوت باید وکړو چې دا شتمني د قرضاوي د خاطر ارامۍ له پاره اړینه وه او له دې پرته یې نه شو کولای کتاب ولیکي او نظریې وړاندې کړي. د دنیا له شتو سره د نوموړي دا ډول چلند، له وچ او عبس زهد څخه د هغه لرې والی او اعتدال ته پای بندي په ډاګه کوي. قرضاوي له دې امله چې همداسې ژوند ولري او له بېلا بېلو اړخونو سره د اړیکو پاللو په موخه یې دې ډول شتمنۍ او پیسو ته اړتیا درلوده. ددې شتمنۍ یوه برخه یې د کتابونو د پلور له لارې ترلاسه کړې وه. د قرضاوي لیکنو تل زیات لوستونکي درلودل او د پلور کچه یې هم لوړه وه.