په افغانستان کې په شاوخوا ۱۵ میاشتو کې ښځې د ژوندانه له ټولنیزو برخو حذف شوي دي او د طالبانو له لوري پرهغوی کړۍ راتنګوونکي محدودیتونه لګول کیږي. په دې موده کې په کوردننه او بهر افغان ښځو خپلو پرلپسې اعتراضونو ته دوام ورکړی دی. دا ځل ۱۰۰ښځو امنیت شورا ته په جلا جلا ډول د لیکونو په لېږلو سره د خپل ژوندانه ناوړه وضعیت بیان کړی دی. د دغو لیکونو لیکونکې وایي، چې دغه ۱۰۰ لیکونه د هغو ښځو د کړاوونو بانوونکي دي، چې د تېر یو کال په لړ کې یې ځپل کېدل، وېره او ډار، محرومیت او د ژوندانه ترخې ورځې یې په ترټولوممکن بد حالت او د « د معاصرې پېړۍ د ښځو د ترټولو ضد او تر ټولو مستبدې واکمنۍ» لاندې تجربه کړې دي. هغوی په دغو لیکونو کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د افغانستان د ښځو پر وضعیت د ژر ترژره غور غوښتنه کړې ده.
۱۰۰ ښځو د دوشنبې پر ورځ، د لړم پر ۲۳ مه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلو لیکونو په لېږلو سره غوښتي دي، چې د افغانستان د ښځو غږ ته چې د هېواد د نوي واقعیت نوی روایت دی غوږ شي.
دغه ښځې وایي،چې په خپلو لیکونو کې یې هڅه کړې ده، د افغانستان ټولنیزو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو « رنځ او کړاو» چې په دې موده « د ژوندانه په ترټولو تورو ورځو» کې یې د طالبانو تر وېروونکې او وژونکې واکمنمۍ لاندې تېرې کړې دي، بیان شي.
دغو ښځو په خپلو لیکونو کې ویلي دي، چې د « ويښوونکو او آزادي غوښتونکو» اعتراضونو په لړ کې یې پرېکړه کړې ده، چې د ښځو غږ او کیسې د رسنیو له لارې پر انعکاس سربېره، د نړۍ د پرېکړو تر ټولو مهمو ځایونو ته هم ورسوي. د دوی په وینا، دغه لیکونه د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې د ښځو د « د زړه سوي وړ او خواشینوونکي ” وضعیت ښودنه کوي.
دغو ښځو د دوشنبې پر ورځ، د لړم پر ۲۳، د ماسپښين پر دوو بجو په هممهالي توګه دغه لیکونه امنیت شورا ته لېږلې دي. د یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو په وینا، په دغو لیکونو کې د طالبانو له لوري د ښځو هدفي او دوامداره وژنو، سنګسارولو، په دُرې وهلو، جنسي تېریو، ربړونو، نیونو، اجباري او په کم عمر نکاح کولو،اجباري حجاب، ناوړه چلند، د ښځو سپکاوي، د نجونو د ښوونځيو تړل کېدو، د ښځو پرمخ د ورزشي کلپونو او تفریحي پارکونو تړل کېدو او د ښځو د بشري حقونو پراخ نقض ته کتنه شوې ده.
د یو شمېر دغو لیکونو منځپانګه چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسیدلې ده، ښيي چې ښځو د خپل ژوندانه د وضعیت د بیانولو ترڅنګ، له ښځو سره د طالبانو د چلند په هکله خپلې مشاهدې او د سترګو لیدلی حال هم بیان کړی دی. نرګس سادات یوه معترضه ښځه ده چې ۸صبح ورځپاڼې ته یې د خپل لیک په رالېږلو سره لیکلي دي،چې د دې د اعتراض موخه د« آزادۍ، ډوډۍ او کار» شعار پلي کېدل دي. هغې امنیت شوار ته لیکلي دي چې د کال ترټولو خطرناکه ورځ ورته د روان میلادي کال د اګسټ ۱۳ وه، چې دوی د « موږ پوهې ښځو یو او له طالبانو بېزاره یو» د شعارونو په ورکولو سره واټونو ته راوتلې وې.
د هغې په لیک کې راغلي دي، چې په دې ورځ له ویروونکي صحنې سره مخ شوې ده. په دغه لیک کې د شوې ادعا پر بنسټ، طالبانو پر دوی په مستقیمه توګه ډزې کړې دي. هغې په دغه لیک کې ادعا کړې ده چې د اګسټ پر ۱۳نیټه، هم ټپي شوې او هم څلورساعته د طالبانو ډلې د استخباراتو په بند کې وه.
دغې اعتراض کوونکې ښځې په خپل لیک کې ادعا کړې ده، چې په پرلپسې توګه د طالبانو له لوري څارل شوې او ګواښل شوې ده. هغې په دغه لیک کې د خپلو سترګو د لیدلي حال څو بیلګې هم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره شرېکې کړې دي. د دغه لیک په یوې برخه کې راغلي دي:« یوه ورځ د خپل کار لپاره د یوې تش په نومې امنیتي ادارې( د امنیتي دلیل له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی) د بشري سرچینو څانګې ته ورغلم، هلته د یوه جنایت شاهده وم، طالبانو یوه مېرمن چې غوښتل یې همدغې ادارې ته دننه شي، ووهله او وټکوله. دغه راز بله ورځ طالبانو دوه مېرمنې چې زموږ ګاونډیانې وې، له ځانه سره بوتلې او د هغوی نارینه یې وډبول. دغه راز یوه بله ورځ مسافر وړونکو موټرو ته د ښځو د پورته کېدو د اجازې نه ورکولو شاهده وم چې ټولې یې له موټره راښکته کړې او ویې ویل چې ولې محرم نه لرۍ.او هغوی په ساعتونو د واټ پر سر پاتې شوې»هغې په خپل لیک کې د ملګروملتونو له امنیت شورا غوښتي دي، چې ښځې د طالبانو له «یرغمل نیونې» وژغوري او اجازه ورنه کړي چې دغه ډله د ښځو له حقونو نه په ناوړه ګټې اخیستنې سره، له نړۍ سره سیاسي معاملې وکړي.
سمیرا ( مستعار نوم) په پنجشیر کې یوه اعتراض کوونکې نجلۍ ده.هغې په یوه لیک کې ادعا کړې ده چې د طالبانو د استخباراتو له لوري له څو میاشتې ګواښل کېدو او کورني بنده وروسته، له خپل پلار سره د دغه ولایت یوې ولسوالۍ ته وړل شوې ده.په دغه لیک کې ویل شوي دي چې طالبانو له دغې نجلۍ او د هغې له پلاره غوښتې دي چې د خوشې کېدو په بدل کې یې، دې ډلې ته «جاسوسي» وکړي. په دغه لیک کې ادعا شوې ده، چې طالبانو ورته ویلي که دا کار ونه کړئ.« دا او د کورنۍ غړي به یې په تر ټولو بد ډول وځورول شي.» دغې اعتراض کوونکې نجلۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په لېږل شوي لیک کې ادعا کړې ده، چې په پټه ژوند کوي او له اعتراض کوونکو او مدني فعالانو سره یې خپلې ټولې اړیکې پرې کړې دي. هغې په دغه لیک کې ویلي دي، چې د طالبانو په شتوالي کې د ښځو د آزادۍ او ښه ژوند لپاره کومه هیله نشته.
سمیرا په دغه لیک کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت او د طالبانو له لوري د خلکو ځورول هم بیان کړي دي. هغې او د دغو ۱۰۰ لیکونو نورو لیکونکو له امنیت شورا غوښتې دي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او ټینګار کوي چې دغې ډلې ښځې منزوي کړې او د هغوی حقونه یې ترې اخیستی دي او په افغانستان کې یې ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده. دغو ښځو په خپلو لیکونو کې د سیمې او نړۍ لپاره د طالبانو د جدي ګواښونو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
ښځو په داسې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ۱۰۰ لیکونه لېږي چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومی اسامبلې د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر ورځ د یوه پریکړه لیک په صادرلو سره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر پراخ نقض اعتراض کړی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا عمومي اسامبلې ویلي دي، که طالبان بشري حقونه خوندي نه کړي او پراخ بنسټه حکومت جوړ نه کړي په رسمیت به ونه پېژندل شي.
بل خوا امنیت شورا ته د ۱۰۰ لیکونو د لېږلو د پروګرام یوه سمابلوونکې فوزیه وحدت له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «د ښځو او نجونو په دغو ۱۰۰ لیکونو کې هغه کیسې بیان شوي دي چې د طالبانو د جنایتونو ښودنه کوي. ښځو دغه جنایتونه چې پر دوی او یایې د کورنیو پرغړو او دوستانو تېرشوي، لیکلي دي.»
مېرمن وحدت د دغو لیکونو له لېږلو د موخې په تړاو وایي:« موږ د یو کال په اوږدو کې د طالبانو ټول جنایتونه چې خلکو په خپلو سترګو لیدلي او هره ورځ ورسره مخ دي، په واقع بینانه توګه بیان کړي دي او د طالبانو له لوري د ملکیانو او ښځو د وژنو او بشري حقونو د پراخ نقش په ګډون مو ټول هغه څه بیان کړي دي چې عملاً په افغانستان کې روان دي»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر ښځو د محودیتونو د لګول کېدو په لړ کې، د ښځو د حمامونو او د ښځو پر مخ د تفریحي پارکونو پر بندولو او رسټوانټونو ته د محرلو له لرلو پرته، د هغوی پر ورتګ پر بندیز سربېره هټيوالو ته خبرداری ورکړی دی، چې په هټيو کې اېښې نانځکې دې په حجاب کې پټې کړې. ۸ صبح ورځپاڼې ته د دغو نانځکو رسیدلي تصویورنه ښيي، چې د یو شمېر دغو نانځکو مخونه چې د جامو د پلور لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي، په ماسک او حجاب پټ شوي او د یو شمېر نورو یې مخونه یې په زرورقو سره پټ شوي دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د چهارشنبه پر ورځ، د لړم پر ۱۸، اعلان وکړ، چې تر دې وروسته ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي چې تفریحي پارکونو ته ولاړې شي. د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر ادعا کړې ده چې ښځو په تفریحي پارکونو کې حجاب نه رعایت کاوه او له همدې امله د هغوی پر مخ پارکونه تړل شوي دي. هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې په تېرو پنځلسو میاشتو کې هڅه شوې ده، چې ښځو ته په پارکونو کې د تفریح اجازه ورکړل شي، خو هغوی حجاب نه رعایت کاوه.
دغې ډلې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په لړ کې په یوه تازه اقدام کې د ښځو پرمخ د ورزشي کلپونو دروازې هم تړلي دي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي:« د ښځو پرمخ ورزشي تالارونو تړل شوي، ځکه د هغو روزونکي نارینه او ځيني تالارونه مختلط وو» طالبانو دغه راز ښځې عمومي حمامونو ته له تګه هم منعه کړې دي او دا کار یې له شریعي پلوه ناجایز بللی دی. د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند له دویچه وله شبکې سره په خبرو کې ویلي دي« د خلکو د شکایتونو له امله په ټول افغانستان کې د ښځو عمومي حمامونه تړل شوي دي، ځکه له شرعي پلوه هم جایز نه دي.» د دې ډلې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند زیاته کړې ده:« موږ ته داسې راپورونه رارسيدلي چې له ښځينه حمامونو نه د استفادې ډول داسې دی،چې نارینه هم له هماغه حمامه کار اخلي، دا کار له شرعي پلوه سم نه دی،او دغه راز په عام محضر کې حمام ته د ښځو تلل سم نه دي»
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې تر ډيره په ژمي کې ښځې ښځینه حمامونو ته ځي. هغوی دغو حمامونو ته له سینګار پرته او د حجاب په کولو سره ځي. حمامونو ته د ښځو د تګ اصلي لامل دا دی چې د استوګنې ډیری کورونه د تودولو له سسټم سره وصل نه دي. په لویو ښارونو کې عمومي حمامونو ته د ښځو او نارینه وو تلل له ډېر پخوا راهیسې دود دي.
له دې ټولو سره سره، طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ښځو د لیک د لېږلو پروړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې له رسنیو سره په خبرو او د جلا جلا اعلامیو په خپرولو سره ویلي دي چې د ښځو حقونه د اسلامي شرعیت په اډانه کې رعایت کوي.