وردګو ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنه ټپیان شول

۸صبح، وردګ: سیمه‌ییزې سرچینې د وردګو ولایت په اړوند سیمو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه مسافروړونکي موټر د چپه کېدو له امله د ۱۴ تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دغه پېښه دوشنبه سهار د لیندۍ پر ۲۷ د وردګو ولایت د مرکز اړوند تورې تیږې سیمه کې شوې ده. دغه مسافروړونکی موټر له کندهار څخه کابل ته روان و.

سرچینې ټینګار کوي، چې د څلورو ټپیانو وضعیت نازک دی.

د سړک خرابوالۍ پر کابل – کندهار لویه لار تل د ترافیکي پېښو لامل ګرځي. طالبانو درې میاشتې مخکې اعلان وکړ، چې د دغې لویې لارې د بیارغونې کار یې پيل کړی دی؛ خو مسافران وایي، چې د دغه سړک د بیارغونې چارې پڅې پرمخ ځي.

ورته لیکنې

Back to top button