پنځو ورځو کې د ۱۴ تنو وژل کېدل؛ هېوادوال د ناامنۍ د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي

د هېواد پلازمېنه او لوی ښارونه د اقتصادي ناورین، د سیاسي نظام او رسمي حکومت د نه شتون ترڅنګ؛ له ګڼو امنیتي ستونزو او کړاوونو سره مخ دي. مرموزې وژنې، برمته کېدل او غلاوې هغه مهم موردونه دي چې په دې ورځو کې د هېوادوالو ځاني او مالي امنیت ګواښي.
کابل، غزني، بلخ، بدخشان، جوزجان او سمنګان هغه ولایتونه دي، چې په تېره نږدې یوه اونۍ کې د وسله والو وژنو څوارلس پېښې پکې شوې دي.
د وژنې د بڼې او سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې، د وژل شویو له ډلې یو شمېر یې د وسله والو غلو او ځینې نور هم د ناپېژنده وسله والو له لوري وژل شوي دي. سره له دې چې دا ډول پېښې له هېوادوالو قرباني اخلي او زیاد شمېر کورنۍ د ویر په ټغر کېنوي، خو د دا ډول ډېری وژنو لامل لا نه دی روښانه شوی. هېوادوال دغه راز د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ناامنیو لمنې له پراختیا اندېښمن دي. دوی طالبان په هېواد کې د سوکاله او هوسا فضا په رامنځته کولو کې په ناکامۍ تورنوي او وایي چې د ښارونو نظم کفایت او درایت ته اړتیا لري چې دا چاره د واکمن رژیم له وسه بهر ده. خو طالبان بیا د وضعیت د کنټرول لپاره د هڅو خبر ورکوي؛ هغه هڅې چې په تېر یو نیم کال کې د جرمونو کچې په کمښت کې یې مثبتې پایلې نه دي لرلې.
د راپورونو له مخې، په تېره یوه مېاشت کې غزني د لارو پر سر غلاوو د اوو پېښو شاهد و چې په پایله کې یې اوه تنه ووژل شول. تازه د دې ولایت د مقر ولسوالۍ له «سمند کلا» سیمې د افتخار احمد په نوم یوه تن مړی موندل شوی. سیمه ییزې سرچینې وايي، دغه کس ډاکټر و او درې ورځې مخکې د سلواغې په ۱۴ مه نېټه له یوه «فلډر» ډوله موټر سره لادرکه شوی و. د غزني ددغه اوسېدونکي موټر غلا شوی چې د پېښې عاملین لا نه دي پېژندل شوي.
له دې وړاندې د سلواغې په ۱۴مه د جمعې ورځې له غرمې وروسته د غزني ښار د دوهمې حوزې اړوند له «خشک» سیمې د یوه تن مړی موندل شوی دی. د سرچینو د مالوماتو له مخې، دغه ځوان په چړې سره وژل شوی او موټر یې غلا شوی دی. د غزني اوسېدونکي په ښار او ولسوالیو کې د ناامنیو له ډېرېدو شکایت لري او طالبان د امنیت په ټینګښت کې په ناکامۍ تورنوي.
همداراز سمنګانو کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې پنځه ورځې وړاندې د (سلواغې ۱۲مه) د ضیاوالحق په نوم یو تن د وسله والو کسانو له خوا نیول شوی او وروسته یې بیا وژلی دی. د وژل شوي کس خپلوان وايي چې نوموړی په سمنګان کې د ولسي پاڅون ځواکونو سرتیری و، چې د سمنګان له مرکز ایبک ښاره برمته شوی و. تر دې وړاندې د ناپېژنده وسله والو له لوري هم یو تن ځوان په دغه ولایت کې ووژل شو. سیمه ییزې سرچینې وايي چې دا ۲۴ کلن ځوان د سلواغې په ۱۲مه د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار د «ګل قشلاق» په کلي کې د ناپېژنده وسله والو له خوا ووژل شو. د سیمه ییزو سرچینو د مالوماتو له مخې، دغه ځوان یاسین نومېده او کارګر و. ددغې وژنې لامل لا نه دی روښانه شوی. طالبان د دې پېښې په تایید سره وايي د پېښې عاملینو د نیولو لپاره هڅې پیل شوي دي.
سربېره پر دې، د سلواغې ۱۴مه د جمعې په شپه، د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اړوند جرقلعه کلي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، د یوې کورنۍ اوه غړي د ناپېژنده وسله والو له خوا وژل شوي دي. د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري ویلي چې په وژل شویو کې څلور ماشومان، دوه ښځې او یو نارینه شامل دي. سره له دې چې بلخ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي دغه پېښه تاییدوي، خو په دې برخه کې یې زیات جزییات نه دي ورکړي.
ددې ترڅنګ، په جوزجان کې د سیمه ییزو سرچینو په وینا، تېره اونۍ د ستار سیرت او عنایت الله په نومونو دوه پخواني پوځیان وژل شوي دي. ۸صبح ورځپاڼې ته سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د مخکیني حکومت د پوځ د ځانګړو ځواکونو د سرتېري ستار سیرت مړی، د طالبان له خوا دوې اونۍ مخکې له نیول کېدو وروسته، جمعه د سلواغې په ۱۴مه، د دې ولایت اړوندو سیمو موندل شوی دی. سیمه ییزو سرچینو ددغه پخواني پوځي د مرموز وژل کېدو خبر ورکړی. سرچینې دغه راز وايي چې د مخکیني حکومت د پولیس عنایت الله سوځېدلی مړی هم ددې ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې موندل شوی دی. ددغو دوو وژنو پړه پر طالبانو اچول کیږي. د طالبانو سیمه ییز چارواکي بیا ددغو پېښو مسوولیت له منلو ډډه کوي.
په هېواد کې د وروستیو ناامنیو د قربانیانو له ډلې یو هم نورمحمد، د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ اوسېډونکی دی. نوموړی د سلواغلې په ۱۲مه، په عام محضر کې د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ په بازار کې د وسله والو له لوري ووژل شو. بدخشان کې سیمه ییزې سرچینې، طالبان ددې سیمې د اوسېدونکي په وژلو تورنوي. طالبانو بیا تر اوسه ددې وژنې مسوولیت نه دی منلی.
پلازمېنه کې د سوداګرو امنیت
د هېواد پلازمېنه هم له وروستیو ناامنیو خوندي نه ده. یرغمل نیول، شوکې او د وګړو ترور هغه موارد دي چې په تېر یوه نیم کال کې د یوې تلپاتې ښکارندې په توګه کابل ښاریان ځوروي. د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې یوازې ۱۳ سوداګر د وسله والو له خوا یرغمل شوي دي.
طالبانو هم په هېواد په تېره بیا کابل ښار کې د ناامنیو شتون او د خلکو یرغمل کېدل مني او د وضعیت د کنټرول لپاره د هڅو خبر ورکوي. د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران، ویلي چې د سړي تښتوونې له هغو دریېو قضیو چې په تېره یوه میاشت کې له هغوی سره ثبت شوې، یوه یې حل کړې او پر دوو نورو کار روان دی. نوموړی وايي چې د دې ډلې ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د کابل ولایت له ګڼ شمېر سیمو ۱۲ تنه د خلکو د برمته کېدو په تور نیولي دي.
د هېوادوالو غبرګون
هېوادوال په لویو ښارونو کې د حکومتولۍ او نظم په راوستو کې طالبان په کمزورۍ او بې وسۍ تورنوي. د هغوی په باور، غوره حکومتولي، یوه رسمي حکومت، متخصصو خلکو او ځوابویونکو چارواکو ته اړتیا لري چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له دغې ځانګړنې بې برخې دی.
په کابل ښار کې هټۍوال محمد ظریف ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «که څوک دا تمه ولري چې په زور سره د بازار او ښار امنیت د هېوادوالو په مرسته ټینګ کړي، حکومت نشي کولای.»
دغه هټۍوال زیاتوي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د استخباراتو چارواکو د همکارۍ په نوم د فورمونو په وېشلو، د ډیری هټۍوالو شهرت له ځان سره ثبت کړ او له هغوی یې ژمنه اخیستې چې له دې ډلې سره د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي. په دغو ژمنپاڼو کې راغلي چې هټۍوال اړ دي ترڅو د شکمنو کړنو په لیدو سره، ددغې ډلې امنیتي چارواکي خبر کړي. دغه هټۍوال وايي چې ددغو ژمنپاڼو د لاسلیک پرمهال، هغوی ګواښل شوي چې د سرغړونې په صورت کې به زنداني او ترې څېړنې وشي.
زمری د هېواد پخوانی پوځي دی چې په خبره یې ډیر وخت یې په جنایي برخو کې دنده ترسره کړې، وايي د ښارونو د امنیت ټینګښټ، سواد او تخصص ته اړتیا لري. دغه مخکینی پوځي وايي چې د ښارونو د امنیت ټینګښت د طالب جګړه مارانو له وسه وتلی کار دی؛ ځکه د هغه په خبره ددې ډلې جګړه ماران نشي کولای په مدرسو کې د لږ شمېر کتابونو په لوستو او د جګړې په ډګرونو کې له کلونو جګړې وروسته، جنايي جرمونه کنترول شي.
په تېره یوه کال کې د وژنو شمېر
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې په تېر یوه کال کې یو زرو ۵۹۰ د قتل او وژنې قضیې ثبت شوې دي. د هغوی په وینا، ددغې ډلې له لوري د دغو پېښو د څېړلو لپاره یو زرو ۸۱۸ تنه نیول شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال بسم الله حبیب د سلواغې په ۱۱مه په خبري ناسته کې وویل چې له دې ډلې یو زرو ۹ پېښې د طالبانو له لوري کشف شوې، او د نورو په اړه د څېړنو خبر ورکوي. هغه ویلي په دغو پېښو کې ناموسي وژنې، کورنۍ وژنې، شخصي دښمنۍ او مرموزې وژنې شاملې دي.
د طالبانو په جامو کې تېښتونې او وژنې
د راپورونو له مخې، هېوادوال تل د طالبانو په جامو د جنايي جرمونو له زیاتېدو شکایت لري. په تخار، پروان، فراه او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې یو شمېر هېوادوالو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د کورونو توکي او مالونه یې د داسې کسانو له لوري غلا شوي چې ځانونه یې د طالبانو ډلې جګړه ماران معرفي کړي وو.
د دغو راپورونو له مخې، د مرغومي په لومړۍ نېټه د پنجشنې په ورځ یوې وسله والې ډلې د تخار ولایت مرکز اړوند تالقانو ښار کې د سرو زرو پلورونکو له یوې ډلې څخه ۵۰ زره امریکايي ډالر غلا کړي دي. په پروان ولایت کې سیمه ییز خبریال حبیب شیرزاد هم ویلي چې وسله والو غلو د زمري په ۱۳مه، د طالبانو له نوم په ګټه اخیستو په جبل السراج ولسوالۍ کې د هغه کور ته ننوتلي دي. د شېرزاد په وینا دغو کسانو د هغه د کورنۍ د غړو لاس او پښې وتړل او په بله خونه کې بندیان کړي وو. دغه سیمه ییز خبریال ویلي چې غلو د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت دوه سیټه سره ، کابو ۴۰ زره افغانۍ نغدې پیسې او شپږ ګرځنده تلیفونونه یې ترې وړي دي.
طالبانو بیا د جنایي جرمونو په تېره وسله والو تېښتونو په برخو کې کمښت خپلې لویې لاسته راوړنې بللې او وايي چې د هېوادوالو امنیت یې له بل هروخته زیات ټینګ کړی.
هېوادوال په داسې حال کې د ناامنیو له زیاتوالي او د لویو ښارونو د نظم خرابېدو ته اندېښمن دي چې طالبانو د تېر لمریز کال په زمري میاشت کې د کابل په نیولو سره، ټول زندانونه تش او بندیان یې خوشې کړل.
د دغو بندیانو چې شمېر یې زرګونه ته رسېږي، ګڼ شمېر جرمونه له هغې ډلې، تېښتونې، قتل او په نورو جنايي جرمونو تورن وو. تراوسه هېڅ کومې مرجع د هغو زندانیانو د شمېر په اړه چې د جمهوري نظام په سقوط سره د طالبانو له لوري خوشي دي، کره شمېر ندی په ډاګه کړی؛ خو د « زندانونو د نړیوال مرکز» د شمېرو له مخې چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د هغوی په سایټ کې خپرې شوې دي، په ۱۳۸۳ کال کې په افغانستان کې د بندیانو شمېر پنځه زره او ۲۶۲ تنو ته رسېده چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې دا شمېر ۲۶ زرو او ۵۱۹ تنو ته لوړ شوی دی. ددې بنسټ د راپور له مخې، په ۱۳۹۳ کال کې د ولایتونو په مرکزونو ۳۴ زندانونه او کابو ۱۹۰ بند خونې او ۳۴ د ماشومانو د اصلاح مرکزونه په ټول افغانستان کې موجود وو. امنیتي چارواکو په وروستیو کلونو د زندانونو او بندیانو د کره شمېر په اړه تازه معلومات نه دي خپاره کړي. طالبانو هم په دې اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي.