په لویه کچه د ننګرهار نجونې زدهکوونکې نیوکه کوي، چې یو کال وړاندې له شپږم پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او اوس په یوه ورځ ترې د ښوونځي د ټولو مضامینو ازموينه واخیستل شوه.
د ننګرهار په سړو سیمو کې نجونو زدهکوونکو ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د ازموینې ورکړې ته یې هیڅ ډول چمتووالی نه درلود، ځکه په وینا يي له مخکې ورته خبر نه و ورکړل شوی.
یوه زدهکوونکې چې خپل نوم وږمه راښيي او د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ لېسې ته د ازموینې د ورکړې په موخه راغلې وايي، له هغې ورځې چې طالبانو ښوونځي تړلي وو د ناهیلۍ له امله یې مطالعه نه وه کړې.
وږمه وایي، له زدهکړو سره مینه او حوصله یې له لاسه ورکړې وه، نو ځکه خو یې کتابونو ته لاسونه نه ورتلل او مطالعه ترې پاتې وه.
هغې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د نورو ډیرو نجونو په څېر مې ارمانونه لرل، خو د طالبانو په راتګ سره مې دا ارمانونه له خاورو سره خاورې شول او ازموينې لپاره ناڅاپي خبر راکول هغه څه وو چې موږ ورته هېڅ چمتووالی نه درلود، له همدې امله له خپلې ازموينې هم راضي نه یم او تشویش لرم چې د دوی په پاچاهي کې به له ښوونځي فارغه شم او کنه.»
نوموړې د هغو نجونو حالت ته هم ځوریږي کومې چې له شپږم پورته بیا تر یوولسم ټولګي پورې د ښوونځيو خلاصولو ته ګوتې شماري او اوس هم تمه لري چې یوه ورځ به د ښوونځيو د خلاصون غږ اوري.
نوموړې په خبرو کې زیاتوي: «طالبانو ته ځولې غوړوم سوال زارې ورته کوم ترڅو زموږ د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي خلاص کړي او نور دې د نجونو د زده کړو سره دښمني پای ته ورسوي، بس دی چې له کال ډير وخت نجوني له زدهکړو بې برخې پاتې شوې او خپلو ارمانونو ته ونه رسېدې بس دی.»
د ننګرهار کوټ ولسوالۍ عالي لېسې ته د ازموينې د ورکړې په موخه راغلې شازیه هم لکه د نورو ځینو زدهکوونکو په څېر خوشحاله نه ښکاري او د ازموينې د ورکړې څخه هم خوشحاله نه ده.
شازیه وایي، د جومات د ملا امام غږ یې په لوډسپیکر واورېده، چې ښوونځیو ته یې د ازموینو لپاره غوښتې دي.
نوموړې وايي: «د دغه خبرې په اورېدو هیڅ حیرانه نه شوم ځکه حاکم نظام تل د نجونو له ارمانونو سره لوبې کړې او یو ډول ملنډې يي پر موږ وهلې ځکه په یوه ورځ د یو قطار مضامینو ازموینه په سم ډول نه شي اخیستل کيدای او هغه هم په داسې حالت چې ښوونځي يې له کال ډېر وخت زموږ پر مخ راتړلې دي دا یوه ناشونې خبره ده.»
نوموړې چې تازه له ازموينې را فارغه شوې، له خپلې پارچې هم خوښه نه برېښي او اوسمهال له دوی او نورو نجونو سره روان حالت ظلم بولي.
هغه وایي: «هېڅکله مې د اوسني حالت په اړه فکر نه وو کړی، چې دومره به د تعلیم له اړخه له ذلت سره مخ کېږو او کلونه به په ښوونځیو کې زدهکړه څه چې هغه د ښوونځي توره تخته هم نه ګورو، که داسي حالت روان وي راتلونکی نسل به مو ټول د جهالت له تیارو سره مخ وي او کله چې جهالت وي، نو بيا ښکاره خبره ده چې هر حاکم نظام به مو ډیر په اساني سره غولوي او موږ به په تدریجي ټوګه له منځه وړل کیږو.»
د طالبانو د پوهنې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ چهارشنبه د ننګرهار په ګډون د ټول هېواد په سړو سيمو کې د دولسم ټولګیو له نجونو څخه د ارتقا په موخه ازموينه واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې د شاوخوا ۱۷ مضامینو ازموینه په یوه ورځ په ۳ ساعتونو کې واخېستل شوه او په خبرپاڼه کې یي دا هم ویلي و، چې د دې ازموينې د ښو نمرو لرونکو نجونو ته د فراغت سندونه ورکوي.
د دغه وزارت په وینا د دې ازموينې دوهم ځل ورکولو چانس نشته او هغه زدهکوونکې، چې ترې پاتې شوې د بیا ځل لپاره نه شي کولای دغه چانس ترلاسه کړي.
د نړیوالو له دوامدارو غوښتنو او فشارونو سره سره طالبان پر خپل دریځ ولاړ پاتې شو او له امله يي په ټول هیواد کې نجونې د ښوونځیو پر ځای په کورونو ناستې دي.