۱۹ تنه مړه او ۳۲ ټپیان؛ د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې نوې شمېرې

۸صبح، کابل: د سالنګ په تونل کې له اورلګېدنې وروسته نوې شمېرې ښيي، چې په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی دی.
اورلګېدنه شنبه د لیندۍ پر شپږویشتمه نېټه د شپې ۸:۳۰ بجې د سالنګ په تونل کې وشوه.
د پروان لپاره د طالبانو د والي ویاند حکمتالله شمیم په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۹ تنه مړه شوی او ۳۲ کسان ټپیان دي.
د هغه په وینا تلفات د بدلون په حال کې دي او ښایي د وژل شویو شمېر زیات شي.
سالنګ کې اورلګېدنه د تېلو د ټانکر د اور اخیستو له امله وه.
د ویلو ده، چې د طالبانو د دفاع وزارت د ټپیانو د لېږد لپاره د پېښې ځای ته چورلکې لېږلې دي.