په اسلاماباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو خپلواک مرکز ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال لومړیو ۹ میاشتو کې په پاکستان کې د «ترهګریزو» بریدونو په پایله کې تر ۷۰۰ ډېر پوځیان او ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغه راپور چې د شنبې ورځ (د سپټمبر په ۳۰مه) خپور شوی، څرګندوي چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله سږ کال ترهګریز بریدونه ۱۹ سلنه زیات شوي او د افغانستان پولې ته څېرمه په دوو ایالاتونو کې د تلفاتو ۹۲ سلنه برخه جوړوي.
په راپور کې راغلي: «د پاکستان امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې لږ تر لږه ۳۸۶ پرسونل له لاسه ورکړی چې په کې ۱۳۷ د اردو پوځیان او ۲۰۸ پولیس شامل دي چې د ټولو تلفاتو ۳۶ سلنه جوړوي او دا په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.»
د امنیتي څېړنو او مطالعاتو خپلواک مرکز په خپل راپور کې زیاته کړې، چې په وژل شویو کې د پاکستان د پوځ تر امر لاندې ۳۳ ملېشه جنګیالي هم شامل دي.
دا احصایه په داسې حال کې خپره شوې چې په وروستۍ پېښه کې د جمعې ورځ د سپټمبر په ۲۹ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چاودنې ۵۲ کسان ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.
دغه چاودنه د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د الفلاح جومات ته څېرمه د میلاد النبي د مراسمو پر مهال شوې ده.