۱۹۲ افغان کډوال له متحده عربي اماراتو کاناډا ته ورسېدل

۸صبح، کابل: د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت وزارت اعلان کړی چې ۱۹۲ افغان کډوال له متحده عربی اماراتو څخه په یوه چارټر الوتنه کې دغه هېواد ته لېږدول شوې دي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزیر، شان فریزر، د جمعې په شپه (د چنګاښ په ۲مه) په یوه ټویټ کې، د پناه غوښتونکو د لیږد لپاره د ښې زمینې په برابرولو کې د متحده عربي اماراتو د همکارۍ ستاینه وکړه.
نوموړي ټینګار وکړ، چې کاناډا ژمنه ده، چې د روان کال تر پایه به ۴۰ زره افغان کډوال ولېږدوي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په زرګونو افغان کډوال له دغه هېواده وتلي او په متحده عربي اماراتو کې مېشت دي، ترڅو درېیم هېواد ته ولېږدول شي.
څو ورځې وړاندې کاناډا او متحده عربي اماراتو له عربي اماراتو د افغان کډوالو د لېږدولو هوکړه لاسلیک کړه.
د دې هوکړې له مخې به شاوخوا ۱۰۰۰ افغان کډوال له متحده عربي اماراتو کاناډا ته ولېږدول شي.
ښځینه فعالانې، د بشري حقونو مدافعین، مذهبي اقلیتونه او خبریالان د کاناډا د بشري بیا میشتیدنې په لیست کې شامل دي.
د راپورونو له مخې، د کاناډا حکومت تر اوسه د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راپدایخوا له ۳۲ زره ډېر افغان کډوال هغه هېواد ته لېږدولي دي.