په کونړ کې د سينه بغل ناروغۍ له امله د ۲۲ تنو مړينه

په کونړ کې د سړې هوا له امله سینه بغل ناروغۍ څه باندې دوه زره پېښې ثبت شوې او د ١٣ ماشومانو په ګډون ٢٢ تنه مړه شول.

په روان ژمي کې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر کونړ کې هم هوا په کمساري ډول سړه شوې، چې له امله یې پر سینه بغل ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی او له امله یې ٢٢ تنه چې تر نیمایي زیات یې ماشومان دي مړه شوي.

ددغه ولایت د روغتیا ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي، په روان ژمي کې د هوا په سړېدو سره په دې ولایت کې سینه بغل ناروغي زیاته شوې، چې یوازې په ولایتي روغتون کې د دې ناروغۍ ٢١٥٢ پېښې ثبت شوې، چې له دې ډلې ۱۶۵۵ یې ماشومان دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر مخلص وایي، تر اوسه د سینه بغل ناروغۍ له امله ٢٢ کسان مړه شوي، چې ١٣ پکې ماشومان دي.

مظفر مخلص زیاتوي؛ تر اوسه ۶۶۹ کسان چې پر دې موسمي ناروغۍ اخته وو روغ شوي او نور یې په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

نوموړی زیاتوي: «سږ کال د سختې یخې هوا له امله سینه بغل ناروغي زیاته شوې، چې تر اوسه یې ٢٢ کسان مړه کړي او په دې کې یوازې ١٣ واړه ماشومان دي، په ولایتي روغتون کې د سینه بغل ٢١٥٢ پېښې ثبت شوې، چې ١٦٥٥ پکې ماشومان دي، له دې جملې د ٦٦٩ تنو درملنه شوې او نور تر درملنې لاندې دي.»

د کونړ د عامې روغتیا لپاره د طالبانو رییس زیاتوي، په روغتونونو کې تر یوه بریده درمل او امکانات شته او هڅه کوي، چې ناروغانو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

خو د کونړ یو شمېر اوسېدونکي چې ولایتي روغتون ته یې خپل ناروغان راوستي د روعتون له خدماتو راضي نه دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی عصمت الله چې کوچنی زوی یې په ولایتي روغتون کې بستر دی وایي، نه یوازې درمل او نور د اړتیا وړ توکي له بازاره اخلي؛ بلکې ډاکټران هم ناروغانو ته پر وخت رسېدنه نه کوي.

نوموړی له طالب مسوولینو غواړي، چې د رسنیو پر وړاندې د هر څه د سم ښودلو پر ځای د ناروغانو د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.

عصمت الله وایي: «روغتون کې درمل کم دي. یو سېروم او یو پاکټ ګولۍ راکوي نور څه نشته، ډېر درمل له بازار نه راوړو، چې وس مو نه ورته رسېږي. صحت عامې والا وایي هر څه پوره دي؛ خو دا هر څه سرچپه دي دوی باید د رسنیو په مخکې هر څه سم ښکاره نه کړي، باید د خلکو ستونزې حل کړي.»

دوی دغه راز په روغتون کې ناروغ لرونکو ته د مناسب انتظار ځای له نشتوالي شکایت لري او وايي، ناروغ لرونکي له ستونزو سره مخ وي او د سړې هوا له کبله له ډول دول ناروغیو سره مخ کيږي.

سږکال چې د نورو کلونو په پرتله هوا په بې مخینې ډول سړه شوې؛ تر ډېره یې بې وزله او اړمن خلک ځپلي دي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي وایي، ګڼ ولسي خلک د ژمي په سړه هوا کې د خپلو کورونو تودولو وس نه لري، چې له همدې امله په ګڼو موسمي ناروغیو اخته کېږي.

د اسد آباد اوسېدونکی میر احمد له طالب مسوولینو غواړي، چې له بې وزلو او اړمنو کورنیو سره د کورونو د تودولو په موخه د سون توکو مرستې وکړي.

میر احمد له ٨ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: « د کونړ ډېر خلک غریب دي، ژمي کې لرګي نه لري، برېښنا خو هسې هم دې وطن کې نشته چې خلک خپل کورونه پرې ګرم کړي، د همدې سړې هوا له امله ماشومان ناروغېږي، طالبان باید له بې وزلو خلکو سره د سون او نورو اړتیاوړ توکو مرسته وکړي.»

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری او وزګاري تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې، چې د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ یې د روغتیا په برخه کې خلک له ګڼو ننګونو سره مخ کړي.

خلک وایي، په اوسنیو شرایطو کې نه یوازې دا چې د روغتیا په برخه کې خپلې ستونزې نه شي اوارولای، بلکې لومړنیو خوراکي او نورو د اړتیاوړ توکو ته هم لاسرسی نه لري، چې دې چارې یې ژوند ډېر سخت کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button