• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبانو ته ۲۴ ساعته برېښنا؛ خلک له ګرمۍ او تیارو سره مخ دي

امین کاوه امین کاوه
۲۸ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784446683]

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د اوړي په تر ټولو ګرمه هوا کې د برېښنا له نعمته محروم دي او یوازې نیمه شپه له درېیو تر څلورو ساعتونو پورې برېښنا لري. دوی ټینګار کوي چې ۲۴ ساعته برېښنا یوازې د طالبانو د کورنیو او د دغې ډلې د اړوندو کسانو په واک کې ده، په داسې حال کې چې ډېری خلک هره ورځ برېښنا ته له لاسرسي بې‌برخې دي.

د کابل اوسېدونکي د اوړي په ګرمۍ کې د برېښنا پر خورا ډېرې پرچاوۍ اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دغه وضعیت دوام د دوی ژوند ستونزمن کړی او د دوی د غږ اورېدو لپاره هیڅ مرجع نشته. د دوی په وینا، د کابل له خورا سختې ګرمۍ او د برېښنا له نشتوالي واقعاً په تنګ شوي دي او خلک له خپلو لومړنیو اړتیاوو بې‌برخې دي.

د کابل یو اوسېدونکی چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم یاد شي، وايي: « یوه اوونۍ کېږي چې برېښنا نه لرو او یوازې د شپې له ۱ تر ۴ بجو پورې د درېیو ساعتونو لپاره برېښنا راځي. هوا خورا ګرمه ده او ټول هغه وسایل چې د ګرمۍ په موسم کې ورته اړتیا لیدل کېږي، لکه کولر او یخچال ګل دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی هم وايي: «په ۲۴ ساعتونو کې ان څلور ساعته برښنا هم نه لرو. هغه خلک چې د ټولنې په لوړه طبقه کې ژوند کوي، هغوی حتماً سولرونه لري؛ خو موږ غریب خلک څه وکړو؟»

د کابل یوه بله اوسېدونکې وايي: «په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا څلور ساعته برېښنا لرو؛ هغه هم په داسې وخت کې راځي چې موږ ورته ډېره اړتیا نه لرو. برېښنا له مازدیګره د شپې تر شاوخوا ۸ بجو پورې وي، خو له هغې وروسته پرې کېږي. که بېرته هم راشي، د شپې ناوخته راځي چې په هغه وخت کې ټول ویده وي. سهار له اذان سره سم بېرته ځي او بیا د سهار له ۸ تر ۱۰ بجو پورې چې هوا نسبتاً سړه وي، راځي. خو غرمه مهال او له غرمې وروسته چې هوا خورا ګرمه وي، اصلاً برېښنا نه لرو څو وکړای شو د کور د سړولو لپاره له کومې وسیلې ګټه واخلو. ان په یخچال کې اوبه هم نه سړېږي. له بلې خوا، د اوبو د کمښت او برېښنا د نشتوالي له امله ان نه شو کولای ماشومان ووینځو څو لږ ساړه شي.»

د کابل دغه اوسېدونکې زیاتوي: «تل په هغو فصلونو کې چې هوا خورا ګرمېږي او یا په ژمي کې چې د هوا خورا سړېږي او خلک تر بل هر وخته برېښنا ته اړتیا لري، برېښنا نه وي. له بلې خوا، د تېلو او ګازو بیې هم خورا لوړې شوې دي او د رڼا لپاره ترې ګټه اخیستنه ستونزمنه شوې ده. ان د کابل په ډېرو سیمو کې ګاز اصلاً نه پیدا کېږي. طالبانو د کال په اوږدو کې په ځلونو د اوبو او برېښنا د پروژو په تړاو تبلیغات وکړل، خو دا هرڅه د شعار او تبلیغاتو په حد کې پاتې شول.»

نوا (مستعار نوم) وايي: «د هوا له ګرمېدو سره هممهاله، د برېښنا پرچاوۍ هم زیاتې شوې دي. په ۲۴ ساعتونو کې یوازې شاوخوا شپږ ساعته برېښنا لرو. هوا خورا ګرمه ده او اړتیا ده چې برېښنا وي څو لږ تر لږه له کولر او پکې ګټه واخلو؛ خو له بده مرغه ان سړې اوبه هم نه شو څښلای. په دې ګرمه هوا کې په کور کې د ناروغانو او سپین ږیرو ساتنه خورا ستونزمنه ده، ځکه هغوی د ګرمۍ پر وړاندې ډېر زیان ګالي دي. له بلې خوا د ګازو بیه هم لوړه شوې ده. په داسې شرایطو کې باید برېښنا وي څو خلک وکړای شي خپل لګښتونه راکم کړي. ډېرې داسې کورنۍ پېژنم چې د ګازو د بیې د لوړوالي له امله تر هغو چې برېښنا رانه‌شي، ډوډۍ نه پخوي.»

د کابل دغه اوسېدونکې زیاتوي: «څو ورځې وړاندې طالبانو وویل چې د برېښنا د وضعیت د ښه کولو لپاره نوی تړون لاسلیک شوی دی؛ خو موږ سترګې پر لاره وو چې د برښنا په وضعیت کې د ښه والي شاهدان واوسو. د برېښنا د نشتوالي له امله رامنځته شوې تیاره او ګرمي د خلکو لپاره ژوند زغمل سخت کړي دی.»

په کابل کې یوه ښځینه خبریاله مهرافروز (مستعار نوم) وايي: «د برېښنا پرله پسې پرې کېدل یوازې ورځنی ژوند نه ګډوډوي، بلکې په انلاین کارونو هم جدي اغېزه کوي. زه خبریاله یم او له کوره په انلاین توګه کار کوم. هر ځل چې برېښنا پرې کېږي، انټرنیټ له کاره لوېږي او نه شم کولای راپورونه او خبرونه پر خپل وخت واستوم. دا موضوع تل زما د اندېښنې لامل کېږي، ځکه ښايي خپل کاري فرصت له لاسه ورکړم. ان زما پاوربانک هم د برېښنا د اوږد مهالي نشتوالي– له امله چارج نه درلود او مجبوره شوم چې د چارج کولو لپاره یې بل ځای ته لاړه شم.»

تر دې وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) په ۲۰۲۲ کال کې راپور ورکړی و چې د افغانستان ډېری ښارونه د برېښنا له کمښت او پرچاویو سره مخ دي او د هېواد د برېښنا د اړتیا لویه برخه له بهره تامینېږي. دغه بنسټ ویلي وو چې په افغانستان کې د مصرفي برېښنا یوازې ۲۲ سلنه په کور دننه تولیدېږي او پاتې برخه یې له ګاونډیو هېوادونو واردیږي.

همداراز، د «Energy Policy» په علمي مجله کې د یوې خپرې شوې څېړنې پر بنسټ، د افغانستان د برېښنا سکټور له پراخو ننګونو، لکه پر وارداتي برېښنا سختې تکیې، په کور دننه د تولیدي ظرفیت له کمښت، کمزوري مدیریت او په مسوولو ادارو کې له جوړښتي ستونزو سره مخ دی.

دا څېړنه چې د «د افغانستان د برېښنا سکټور اصلاح: برېښنا ته د عمومي لاسرسي پر وړاندې خنډونه» تر سرلیک لاندې خپره شوې، کاږي چې له ۲۰۰۲ کال وروسته د برېښنا د شبکې د پراختیا لپاره د میلیاردونو ډالرو له پانګونې سره سره، پرمختګونه له تمې کم وو. په دغه راپور کې راغلي چې د لېږد د شبکې ستونزو، د برېښنا رسونې د پایښت نشتوالی او پرله پسې پرې کېدو اقتصادي لګښتونه زیات کړي او د دې لامل شوي چې ډېری وګړي او د کار او بار خاوندان د برېښنا د تامین لپاره پر بدیلو سرچینو، لکه ډیزلي جنراتورونو تکیه وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

په کندهار کې یو ۲۶ کلن ځوان د چړو په ګوزارونو وژل شوی

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793903465]
بهرني خبرونه

یونیسکو: په ښوونځيو کې ګڼ ماشومان له تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ دي

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793902080]
له ګواښ او باج اخیستنې نیولې تر کورنیو محدودیتونو پورې؛ په مجازي فضا کې د ځورونې او ناوړه ګټې اخیستنې په اړه د نجونو روایتونه
بهرني خبرونه

ملګري ملتونه: له مصنوعي ځيرکتیا په انلاین فضا کې د ښځو او نجونو د ځورولو لپاره کار اخیستل کېږي

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793899731]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیه: اوکرایین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپل څه باندې زر سرتېري له لاسه ورکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.