کونړ کې د یوه کور د چت د رالوېدو له امله ۳ تنه مړه او ۱۳ نور ټپيان شول

۸صبح، کابل: کونړ ولایت کې سیمهییز مسوولان وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه کور د چت د راغورځېدو له امله د یوې کورنۍ ۳ غړي مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیبالله حنیف ویلي، چې دغه پېښه شنبه شپه د سلواغې پر نهمه نېټه د دغه ولایت د شیګل ولسوالۍ په سورانو کلي کې شوې ده.
حنیف د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ټینګار یې کړی، چې پېښه داسې مهال چې د دې کورنۍ ټول غړي په یوه خونه کې ویده وو.
له دې مخکې هم په کونړ ولایت کې د کورونو د بامونو د رالوېدو له امله یو شمېر مړه او ټپیان شوي وو.