پر سالنګ لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ۳ تنه مړه او اته نور ټپیان شول

۸صبح، پروان: پروان کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله لږترلږه درې تنه مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه جمعه شپه د لړم پر ۱۳ د سالنګ لویې لارې په دوشاخ سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په وینا د دې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سرچینې زیاتوي، چې په دې پېښه کې فلان‌کوچ ډوله مسافروړونکی موټر له سړک څخه وتلی او سیند ته غورځېدلی دی.

د سالنګ لویه لار ډېره ګڼه ګوڼه لري او په عین حال کې سخته لار ده. دغه لویه لار مخکې هم د ترافیکي پېښو شاهده وه.

ورته لیکنې

Back to top button