د پاکستان له زندانونو ۳۰ افغانان خوشي شول

۸صبح، کابل: پاکستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، ۳۰ تنه افغانان چې په کراچۍ ښار کې زنداني وو، خوشي شوي دي.

دغه افغانان دوشنبه د لړم پر ۱۶ د پاکستان له زندانونو خوشي شوی او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

دغه شمېر افغان وګړي د اقامت قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي وو.

پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی وایي، دغه کسان د ډیپلوماتیکو هڅو په پایله کې خوشي شوي دي.

مخکې داسې راپور رارسېدلی چې د ماشومانو او ښځو په ګډون سلګونه افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په زندانونو کې دي.

ورته لیکنې

Back to top button