د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، یوه کښتۍ چې ۱۰۰ پناهغوښتونکي په کې سپاره وو د ایټالیا په سواحلو کې ډوبه شوې ده.
اسوشیټیډپریس راپور ورکړی چې دغه کښتۍ یکشنبه د فبرورۍ پر ۲۶ ډوبه شوې ده.
د ایټالیا ساحلي ګارد د دغه هیواد په سویلي ساحل کې د ۳۰ پناهغوښتونکو جسدونه له اوبو راایستلي دي.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، په دې پېښه کې ۴۰ پناهغوښتونکي ژوندي پاتې دي.
په همدې حال کې د ایټالیا دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې له کښتۍ څخه ۲۷ پناه غوښتونکي ظاهراً ساحل ته پر رسېدو بریالي شوي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې د دغې کښتۍ مسافر د کومو هېوادونو وو، او د دوی د تګ اصلي موخه او ځای چېرته و.
ډیری هغه کښتۍ چې کلابریا ته رسیږي، چیرې چې د پناه غوښتونکو جسدونه موندل شوي، له ترکیې او مصر څخه حرکت کوي.