د بشري حقونو د څار بنسة په دې وروستیو کې د طالبانو د غړو په ګډون د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کړې، چې په تېرو کلونو کې یې په چاودنو، ځانمرګو بریدونو او د ملکي افغانانو په وژنه کې لاس درلود. د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو دوو لسيزو کې په بېلابېلو جرمونو کې لاس درلود، لکه ماين اېښودل، پر عامه ځایونو ځانمرګي بريدونه، د پلونو او پلچکونو ويجاړول، د برېښنا پايو الوزول، هدفي وژنې او ګڼ شمېر نورې هغه چاودنې شاملې دي چې سلګونه خلک پکې مړه او ټپیان شول. د طالبانو ډلې د جمهوريت له نسکورېدو وړاندې په دوه نیمو کلونو کې د لږ تر لږه د ۳۰ ځانمرګو بریدونو مسوولیت منلی دی. د راټولو شویو شمېرو له مخې، د دغو بریدونو په پایله کې د هېواد لږ تر لږه زر وګړي وژل شوي او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، د ۱۳۹۸ کال له پیل څخه د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې تر پایه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تر ۶۰ زیات ځانمرګي بریدونه شوي دي. په دې موده کې د داعش له خوا په ترسره شویو بریدونو کې تر ۳۵۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰۰ نور ټپیان دي او په هغو بریدونو کې چې کومې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی تر ۲۵۰ ډېر وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان دي. د دغو ځانمرګو بريدونو قربانيان معمولاً ښځې، نارينه، ماشومان د بهرنيو سرتېرو په ګډون پوځیان دي. د پاتې نورو ځانمرګو بریدونو مسوولیت چې په کې سلګونه کسان مړه او ټپیان شول، یا په مستقیمه توګه د طالبانو له خوا پر غاړه اخیستل شوي او یا هم د پخواني حکومت ویندویان د دې ډلې جنګیالي پکې ښکېل بولي. خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې باور دی چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو او جرمونو تر ټولو زیات مسوولیت طالبان په غاړه لري.
په دې راپور کې د جمهوريت د رسمي ویندویانو د څرګندونو، خبرونو او د رسنیو له لارې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ په دوه نیمو کلونو کې په ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو او ټپیانو شمېرې راټولي شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت ویاندویانو معمولاً ملکي او پوځي تلفات له واقعي شمېر څخه کم ښودلی دی. په دې راپور کې د هغو بریدونو د قربانیانو نومونه چې پراخ رسنیز پوښښ یې درلود او په پایله کې یې تلفات هم لیست شوي دي. په هرصورت، دا ممکنه ده چې په دې موده کې د ترهګریزو پیښو په ځانګړې توګه د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو شمیر په دې راپور کې د شاملو ارقامو څخه ډیر وي، مګر د هغې څیړنه ډیر وخت او هراړخیزي څیړنې ته اړتیا لري.
د تېر حکومت چارواکو د ډېرو ځانمرګو بریدونو، مقناطیسي ماینونو او هدفي وژنو پړه پر طالبانو اچولې وه. د افغانستان د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح د ۱۳۹۹کال د مرغومي په پنځمه د ځانمرګو بریدونو او هدفي وژنو پړه پر طالبانو واچوله او دا یې د دې ډلې د جنګي تاکتیکونو بدلون بللی و. هغه په یوه ټویټ کې لیکلي وو: «بمي چاودنی چې هیڅوک یې مسوولیت په غاړه نه اخلي او د مدني ټولنې د فعالانو هدفي وژنې د طالبانو د تروریستي پروګرام له ۱۱ تاکتیکونو څخه دوه دي، چې د سولې په خبرو کې د دوی له تګلارې سره تړاو لري. دوی غواړي چې د افغانانو سیاسي اراده ماته کړي او ناممکن امتیازات وغواړي.»
له بلې خوا د طالبانو د استخباراتو یو جګپوړی غړی جواد څارګر په دې وروستیو کې له «طلوع» تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې د سراچه پروګرام په ترڅ کې وویل چې د بمونو او ځانمرګو بریدونو د جوړولو مسوول دی. څارګر بیا هم په خپلو خبرو کې په تلویحی ډول وویل چې د نورو تروریستي ډلو مسوولیت اخیستل په حقیقت کې د امریکا د پام اړولو لپاره د حکومت مبالغه وه؛ دا په دې مانا چې تر ټولو ډېر ځانمرګي بریدونه د جمهوريت پر مهال د طالبانو کار و. د جمهوري نظام له نسکوریدو په مخکې کلونو کې جواد څارګر د جمهوري نظام په چوکاټ کې د طالبانو له نفوذ لرونکو شخصیتونو څخه و.
له همدې امله په دغه راپور کې هغه ځانمرګي بریدونه چې طالبانو یې مستقیماً مسؤلیت پرغاړه اخیستی، د هغه بریدونو د رامنځته کېدو د کلونو له مخې طبقه بندي شوي او د ډېرو لویو بریدونو مسوولیت چې داعش ډلې منلی او یا هم کومې ډلې یې مسئولیت نه دی منلی، ورته اشاره شوی ده. خو دا چې تېر حکومت د دغو بریدونو پړه پر طالبانو اچولې وه، په دې راپور کې شامل شوې دي.
د هغو ځانمرګو بریدونو مسوولیت چې طالبانو په ۱۳۹۸ کال کې په غاړه واخیست
طالبانو د ۱۳۹۸ کال د غویي په ۱۵مه د دوشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې د یوه ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته. د پخوانیو امنیتي چارواکو په وینا په برید کې اوه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې طالبانو د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو یوه مرکز ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ ته چاودنه ورکړې ده.
دغه راز د کابل په شېرپور سیمه کې د مخکیني حکومت د دفاع د سرپرست وزیر بسم الله محمدي پر مېلمستون درېیو ځانمرګو بریدګرو برید وکړ، چې په پایله کې یې اته تنه ووژل شول او تر ۲۰ ډېر ټپیان شول. طالبانو هم د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. د دې ډلې ویاند ادعا کړې، چې د افغانستان د دفاع وزیر “مهمه غونډه” د ځانمرګي برید له امله په نښه شوې، چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سيمه کې د پوځيانو په يوه هاموي ډوله موټر کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله اته تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي. طالبانو د ۱۳۹۹ کال د سلواغی په ۱۱مه د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې لږ تر لږه ۵۰ امنیتي سرتېري یې وژلي یا ټپیان کړي دي.
طالبانو د سې شنبې په ورځ د سلواغی په ۱۱مه په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې مسوولیت په غاړه واخیست، چې په پایله کې یې ۱۴ عسکر ووژل شول. دغه برید د شیرزادو په سیمه کې د پوځ په یوه قرارګاه شوی دی. طالب وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال ادعا کړې وه، چې په دغه بريد کې يې ٥٠ سرتېري وژلي او ټپيان کړي دي.
وسله والو طالبانو د هغه ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه اخيستى و، چې په ترڅ کې يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي وو. په هغه برید کې د دې ډلې ځانمرګي بریدګر د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملي امنیت د پخواني ۰۲ قطعې پر کاروان ځان مرګی برید کړی و.
په ۱۳۹۸ کال کې ځانمرګي بریدونه
طالبانو د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دوو خونړیو چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست. په هغو چاودنو کې درې تنه ووژل شول او ۳۱ تنه نور ټپیان شول. دغې ډلې ادعا کړې وه چې وژل شوي ټول دولتي کارکوونکي دي او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی. دا بریدونه د نوروز د مراسمو پر مهال تر سرخ شوي وو.
طالبانو د غویي په اتلسمه د یوه بل برید مسوولیت منلی و، چې له امله یې د افغان ځانګړو ځواکونو د یوه سرتېری، د عامه ساتنې د قطعې د څلورو ساتونکو، د کاونټرپارټ موسسي د یوه ساتونکي او درېیو ملکي وګړو په ګډون نهه تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. هغه برید د کابل ښار اړوند کاونټرپارټ موسسی مخې ته شوی و. دغې ډلې پر دې ادارې د برید مسوولیت منلی و او ویلي یې وو چې دغه موسسي له امریکا سره مرسته کړې وه.
د ۱۳۹۸ کال د غویي په ۱۵ نیټه اتو تنو ځانمرګو بریدګرو په پلخمري ښار کې د بغلان ولایت پر امنیه قومندانۍ برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۳ مخکیني پوځیان ووژل شول او ۵۵ تنه نور ټپیان شول. وسله والو طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى و او ويلي يې وو، چې لسګونو امنيتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
همدا ډول د کابل ښار په نهمه حوزه کې د موټر بم چاودنې او ځانمرګي بريد له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي وو او اووه نور ټپيان وو. په هغه ځانمرګي بريد کې څلور امريکايي سرتېري هم ټپيان شوي وو. طالبانو د جمعې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۱۰مه د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی و.
د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله والو طالبانو د برید په پایله کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اته کارکوونکي وژل شوي وو. طالبانو د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۸ مه د سه شنبې په ورځ د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.
د سرطان په ۱۰مه د دوشنبې په ورځ، طالبانو د کابل په ۱۶مه ناحیه کې وسله وال برید وکړ. د ملي دفاع د پخواني وزارت د تدارکاتو او انجینرۍ پر ریاست د دغې ډلې د جنګیالیو له خوا له چاودنې او برید وروسته څلور تنه ووژل شول او ۵۱ تنه نور ټپیان شول. په ټپيانو کې زياتره د ښوونځي زده کوونکي وو. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
یوه ځانمرګي بریدګر د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶مه په غزني ښار کې د عامه نظم کنډک ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه. د دې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. وسله والو طالبانو د دغه ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه واخيست. پر دې سربېره د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پر نهمه طالبانو په دغه ښار کې د یوه بل ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته، چې په پایله کې یې شاوخوا ۳۰ کسان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شول. په دغو دوو پېښو کې ډېری وژل شوي کسان ملکي وګړي دي، چې ښځې، ماشومان او نارینه هم پکې شامل دي.
د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د زمري میاشتې په دوهمه نېټه د کابل ښار په «تنګي تره خېلو» سیمه کې طالبانو د موټر بم چاودنه وکړه، چې په پایله کې یې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت درې تنه کروشیایې عسکر ټپیان او یو تن ووژل شو. هغه مهال طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستي وه او ویلي وو چې د سي آی اې د دفتر کارکوونکي یې په نښه کړي دي.
د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۳مه، کابل ښار یوازې په یوه ورځ کې د درېیو ځانمرګو بریدونو شاهد و، چې په پایله کې یې ۱۱ ملکي وګړي ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول. لومړۍ چاودنه د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا چې په موټرسایکل سپور و ترسره شوه. هغه ورسره چاودېدونکو توکو ته د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د کانونو وزارت د کارکوونکو یو کاسټر ډوله موټر ته څېرمه چاودنه ورکړه. په ورته وخت کې د کابل ښار په نهمه حوزه کې یو بل برید هم شوی، چې مسوولیت یې طالبانو منلی او ویلي یې دي، چې د بهرنیو ځواکونو کاروان یې په نښه کړی و. دریمه چاودنه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د “دسپیچري” په سیمه کې شوې وه، چې چاته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.
دغه راز په غزني ښار کې د موټر بم د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپیان شوي دي. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د یکشنبې په ورځ یې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶مه د ملي امنیت ځواکونه په نښه کړي ول.
د شنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۵ مه د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په مرکز کې د موټر بم چاودنه شوې چې له امله یې څلور پولیس وژل شوي او د دریو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ پولیس او اته ملکي وګړي ټپیان شوي دي. وسله والو طالبانو د دغه ځانمرګي بريد مسووليت منلى دى.
کابل د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۱۶مه د یوه خونړي ځانمرګي برید شاهد و. دا برید د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د دروازې مخې ته شوی دی. په پایله کې ۱۸ تنه ووژل شول او ۱۴۵ تنه نور ټپیان شول. هغه مهال لوړ پوړو امنيتي چارواکو د څلورو پوليسو وژل کېدل تاييد کړي ول. وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې ووچې د امنيتي ځواکونو د جلب او جذب يو مرکز يې په نښه کړى دى.
د ۱۳۹۸ کال د وږي میاشتې په ۱۳مه کابل ښار بیا هم د یوې بلې خونړۍ چاودنې شاهد و، چې مسوولیت یې طالبانو پر غاړه واخیست. په هغه چاودنه کې ۱۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۴۲ تنه نور ټپیان شول. طالبانو هغه مهال یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویلي وو چې د دوی له خوا د ملي امنیت د څلویښتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروان او د دغې ادارې پر موټر چاودنه ترسره شوې ده.
دغې ډلې د ۱۳۹۸ کال د وږي په ۱۴مه د ځانمرګي برید مسوولیت هم په غاړه واخیست، چې په پایله کې یې ۶۰ کسان مړه او ټپیان شول. په هغه بريد کې د کابل ښار د څلورم مکروريانو په سيمه کې د دغې ډلې له خوا له چاودېدونکو توکو ډک موټر وچاودېد. طالبانو ادعا کړې چې په دغه بريد کې يې ګڼو بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو د ۱۳۹۸ کال د وږي په ۲۶مه په زابل ولایت کې د یوه تروریستي برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې په پایله کې یې ۲۰ تنه ووژل شول او تر ۹۰ زیات کسان ټپیان شول.
طالبانو ډلې د ۱۳۹۸ کال د وږي په ۱۴مه د پنجشنبې په ورځ د لوګر ولایت په “پادخواب” سیمه کې د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست. د لوګر سیمه ییز چارواکو ویلي وو، چاودنه د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د څلورمې لوا مخې ته شوې، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره یې نه وه څرګنده کړې.
په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې ځانمرګي بریدونه
د کابل په لویدیځ کې د واده په هوټل کې د ځانمرګي برید په پایله کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه ټپیان شوي وو. داعش د دغه ترهګریز برید پړه پر غاړه اخیستي وه.
په هرات ښار کې له چاودېدونکو موادو څخه د ډک موټر د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په ۲۲مه د موټر بم چاودنې په پایله کې ۸ تنه ووژل شول او ۵۴ نور ټپیان شول. پخواني ولسمشر اشرف غني د دغه برید پړه پر طالبانو آچولی وه.
د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۵مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش ډلې له لوري پر لمونځ کوونکو د ځانمرګي برید له امله ۶۴ تنه ملکي وګړي (د پنځو ماشومانو په ګډون) وژل شوي او ۳۴ تنه ټپیان شوي دي. د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۸مه د جمعې په ورځ د کابل پوهنتون د دروازې مخې ته په ځانمرګي برید کې اته تنه ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول. د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي او زده کوونکي وو. داعش د دغې پېښې پړه پر غاړه اخیستې وه، خو پخوانی حکومت یې پړه پر طالبانو اچولی وه.
د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون د دروازې مخې ته د ځانمرګي برید په پایله کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۹مه رامنځته شوه او ډېری قربانیان یې زده کوونکي وو. داعش د برید پړه پر غاړه اخیستي وه.
د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۱۲مه د شنبې په ورځ سهار شاوخوا اته بجې په کابل کې د سیکانو پر یوه عبادت ځای د ځانمرګي برید په پایله کې ۲۶ تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی. وسله والو طالبانو ویلي وو چې په دې برید کې دوی لاس نه لري، خو تېر حکومت دغه ډله د ټولو دا ډول بریدونو مسئوله بللی.
داعش ډلې د ۱۳۹۹ کال د غویې په ۲۳ د دشت برچي پر ۱۰۰ بستریز روغتون د خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې په پایله کې یې ۲۴ تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شول. په وژل شویو کې یو شمیر ماشومان او قابلې هم شاملې وې چې په بشپړه توګه سوځیدلې وې. دا روغتون د بې سرحده ډاکټرانو اړوند و، چې د برید پر مهال پکې یو شمېر مېرمنې هم موجودې وې.
د ۱۳۹۹ کال د زمري په ۱۲مه د یکشنبې په ماښام د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد پر زندان ځانمرګی برید وشو. په دغه ځانمرګي برید کې ۲۱ تنه ووژل شول او ۴۳ تنه نور ټپیان شول. ویل شوي چې په دغه برید کې ۷۰۰ بندیان په تیښته بریالي شوي دي. داعش د دغه بیرد پړه پر غاړه واخیسته.
د کابل پوهنتون په ځانمرګي برید کې ۲۲ محصلین وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. داعش د برید پړه منلې وه. تېر حکومت له برید وروسته عام ماتم اعلان کړی و. د اشرف غني مرستیال امرالله صالح هغه مهال ویلي وو: «دا برید د طالبانو د ځپل شوي ضمیر ښکارندويي کوي.»
بله چاودنه د ۱۴۰۰ کال د غویې په ١٨مه د برچي دښته کې د سيد الشهدا په ښوونځي کې وشوه چې له امله يې ٢٧٠ تنه مړه او ټپيان شول. د دغې پېښې ډېری قربانیان زده کوونکي او تنکي ځوانان وو. داعش د برید پړه پر غاړه اخیستې، خو پخواني امنیتي چارواکي ډېری وخت دا ډول بریدونه د طالبانو کار بللی.
ځانمرګي بریدونه چې کومې ډلې یې پړه پر غاړه نه ده اخیستې
د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو. دا پېښه د سه شنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۲۲مه رامنځته شوې وه. د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي او ملکي وګړي وو. تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
په فراه ولایت کې د هرات – کندهار پر لویه لار د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله ۳۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. په تېر حکومت کې د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي ویلي وو، چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۹مه رامنځته شوې او پړه یې وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې، خو طالبانو هغه مهال په دې اړه څه نه وو ویلي.
د کابل په ښار کې د روند سبز پر دفتر د ځانمرګي بریدګر په برید کې شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي وو. دا پېښه د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د زمري په شپږمه شوې وه او کومې ډلې یې پړه پر غاړه نه وه اخیستې. په وژل شویو کې ۱۶ ملکي وګړي دي.
د چنګاښ په ٢٤مه، د خاکريز-کندهار پر لويه لاره يو مسافر وړونکى موټر د سړک د غاړې په ماین وربرابر شو، چې له امله يې نهه تنه ووژل شول او ٢٠ تنه نور مسافر ټپيان شول. د پیښې قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي. د کندهار والي هغه مهال د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، خو دې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پوځ په منځګړیتوب د ځانمرګي برید په پایله کې نهه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. دا پیښه د شنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۲۳ نیټه وشوه. هیڅ یوې ډلې یا شخص یې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په جلال اباد ښار کې په دوو چاودنو کې درې تنه وژل شوي او شل نور ټپيان دي. په وژل شویو کې دوه ښځې هم شاملې وی. دا پېښه د شنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د وري په ۱۷مه د سړک په غاړه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له چاودنې وروسته رامنځته شوه. د دغو بریدونو مسوولیت کومې ډلې یا فرد پر غاړه نه دی اخیستی.
په کابل کې د نوروز جشن ته څېرمه د درېیو زورورو چاودنو په پایله کې شپږ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي وو. دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د کب په لومړۍ نېټه وشوه. د دغو بریدونو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو کې چاودنې ۲۴ کسان وژلي او ۶۸ نور یې ټپیان کړي وو. دا برید د سه شنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د غویي په ۲۳ د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان د جنازې په مراسمو کې وشوه. د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، خو تېر حکومت يې مسوول طالبان بللي وو.
د روند سبز یا شنه غورځنګ دفتر چې د پخواني ولسمشر لومړۍ مرستیال امرالله صالح یې مشري کوي، د ۱۳۹۸ کال د زمري میاشتې په شپږمه نیټه په کابل کې تروریستي برید وشو چې په پایله کې یې دوه تنه ووژل شول او ۲۵ تنه نور ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه وا نه خیست.
د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و، چې په پایله کې یې ۱۷ تنه ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان شول. د پل علم ښار اړوند د ښاروال چوک په سیمه کې له چاودیدونکو توکو ډک کرولا ډوله موټر د یوې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې وچاودید. هغه مهال سیمه ییزو رسنیو د قربانیانو شمېر تر دې ډېر ښودلی و. تر اوسه کومې ډلې د هغه برید پړه پر غاړه وانه خیسته.
د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د وږي په ۱۹مه سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د وسله والو لخوا برید وشو. په هغه برید کې تر ۱۰ زیات ملکي وګړي ووژل شول او د ښاغلي صالح د څو ساتونکو په ګډون ۱۵ کسان ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ ته څېرمه د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي وو. په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل وو. دا چاودنه د شنبې په ورځ د تلې په ۱۲ مه شاوخوا ۱۲ بجې شوې ده. کومې ډلې د هغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د کورنیو چارو پخواني وزارت یې پړه پر طالبانو اچولې وه.
د ښار په مرکزونو د طالبانو د بریدونو په شدت سره، د غور ولایت مرکز فیروزکوه د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۲۷ مه د تر ټولو خونړي ځانمرګي برید شاهد و. په همدې ښار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر وچاودېد، چې په پایله کې یې ۱۵ کسان ووژل شول او ۱۵۱ نور ټپیان شول. د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې؛ خو په غور کې پخوانیو چارواکو یې پړه پر طالبانو اچولې وه. هغه مهال د غور ډېری اوسېدونکو د طالبانو له قوله ویلي وو چې دغه ډله د دغه ځانمرګي برید مسووله ده.
کابل د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۹ کال د زمري په ۲۹ د توغندیزو بریدونو شاهد و. د دغو راکټي بريدونو له امله د دوو دولتي کارکوونکو په ګډون درې تنه ووژل شول او ١٦ تنه نور ټپيان شول. په ټپيانو کې څلور ماشومان هم شامل وو. دغه توغندي په داسې حال کې توغول شوي، چې تېر حکومت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې په نمانځلو بوخت و. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم کومې ډلې پړه پر غاړه اخيستې ده.
د ۱۳۹۹ کال د کب په ۲۵مه د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د دولتي مامورینو موټر باندې د ماین په چاودنه کې ۱۲ تنه مړه او ټپیان شول. د دغه بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو تېر حکومت تل د دا ډول بريدونو پړه پر طالبانو اچولې ده. دغه راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کارکوونکو پر موټر هم د خیرخانې د کوتل په سیمه کې د ماین چاودنه شوې، چې په پایله کې یې ۱۵ تنه وژل شوي او ټپیان شوي وو.
په کابل ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مخې ته د ځانمرګي برید په پایله کې لس تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو. د بریدګرو او پخوانیو امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شاوخوا پنځه ساعته دوام وکړ. کومې ډلې يې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. دا برید د ۱۳۹۹ کال د حوت په ۳۱مه ترسره شو.
د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان وو. د کابل پولیس ویلي، دغه برید سهار ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د اوومې حوزې په دوغ اباد سیمه کې شوی دی. هغه مهال ویل شوي وو، چې په موټر کې سپاره کسان، چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو، په نښه شوي دي. په دوی کې څلور یې ډاکټران او درې یې ښځې وې. د بريد پړه چا پر غاړه نه وه اخيستې، خو د کورنيو چارو پخواني وزير مسعود اندرابي هغه مهال ويلي وو:«د طالبانو ډلې د پېښور شورا په ښارونو کې د چاودنو او ځانمرګو بريدونو د زياتوالي په اړه څو غونډې کړې دي.»
طالبانو هم د سړک د غاړې د ماینونو په ښخولو سره پخوانیو امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي په اتمه د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله څلور تنه ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول. د دغه بريد مسووليت چا يا کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو د کورنيو چارو پخوانی وزارت یې مسئول وسله وال طالبان بللي وو.
دغه راز د کابل ښار په دهبوري سيمه کې په دوو بسونو کې د ځاى پرځاى شويو ماينونو د چاودنې له امله ٢٠ تنه مړه او ټپيان شول. دا پیښې د ۱۴۹۹ کال د غبرګولي د میاشتې په ۱۱ نیټه شوې وې او کومې ډلې یې مسولیت په غاړه نه و اخیستی.
د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹ نېټه په ولسمشرۍ پر ماڼۍ څو راکټي بریدونه وشول. دا برید داسې مهال شوی، چې ولسمشر غني او لوړ پوړي دولتي چارواکي د اختر په لمانځه بوخت وو. دغه راز د تهیه مسکن په ساحه او د ګل سرخ څلور لارې او مارکیت څلور لارې ترمنځ سیمه کې له دوو موټرونو څخه ۲۳ توغندي وتوغول شول. د دغو راکټي بریدونو په پایله کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۱ تنه ټپیان شوي دي.
د جمهوري نظام د ړنګیدو په وروستیو ورځو کې د حکومت پر لوړپوړو چارواکو د طالبانو ځانمرګي بریدونه او چاودنی زیاتی شوي. د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۱۹مه، د پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح کاروان یو ځل بیا د چاودنې له برید سره مخ شو. په دغه برید کې ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت پخوانيو چارواکو ویلي وو چې طالبانو یوازې په دوو اونیو کې تر ۶۵۰ ډېر تعرضی بریدونه کړی دی. خو طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د سه شنبې په مازدیګر د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په ۴ نیټه دوو چاودنو د بامیان د امن ترین ولایت امنیت ګډوډ کړ. د هغه برید په پایله کې چې د بامیان په مرکز کې ترسره شو، لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل شول او ۵۸ تنه نور ټپیان شول. چا يې پړه پر غاړه نه وانه خیسته.
د بشري حقونو د بنسټونو غبرګون
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشر وايي، طالبان په تېرو شلو کلونو کې د جنګي جنایتونو او بشري ضد جنایتونو مسوول دي. د دغه کمېسیون سرپرست نعیم نظري ۸ روځپاڼې ته وویل: «له بده مرغه افغانستان د ډېرو کلونو لپاره د سترو نړیوالو جرمونو شاهد و. په دې کلونو کې زموږ خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې او بې شمېره کورنۍ یې له غمونو سره مخ کړې دي. ډیری دولتي او غیر دولتي ډلې او جوړښتونه په یاد شوي جرمونو کې ښکیل وو؛ له نړیوالو پوځي ځواکونو نیولې بیا تر یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکو او هغو وسله والو ډلو پورې چې د رژیم مخالف وو. »
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سرپرست زیاته کړه: «ناسم معلومات، ناسم مدیریت او نا سمه پلان جوړونه، د جګړې د قوانینو او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له اصولو بی خبري او آن په ډېرو مواردو کې د جنګې ډلو د شعوري، عمدي او سیستماتیک چلند، د پورته ذکر شویو سرغړونو او جرمونو له لاملونو او عواملو څخه دي.»
ښاغلي نظري طالبانو ته د منسوبو جنایتونو په اړه په ټینګار سره وویل:«څه چې خورا څرګند دي دا دي چې طالبان په هېواد کې په تېرو شلو کلونو کې د جنګي جنایتونو، د بشریت ضد جنایتونو او نړیوالو جنایتونو تر ټولو زیات مسوولیت په غاړه لري او د هغوی د جګړې لارې چارې قصدي او سیستماتیکی وې.»
د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون سرپرست دغه راز وويل: نړيوال جرمونه د وخت او ځای له قاعدې سره سم نه دي او عاملين يې په هر وخت او د نړۍ په هر ګوټ کې موندل کېداى شي. موږ هیله لرو چې یوه ورځ د دې وېرونکو جنایتونو لپاره د عدالت شاهدان واوسو او د دې ډول جنایتونو دوام ته د پای ټکی کېږدو.»
دا ټول په داسې حال کې دي چې د بشري حقونو د څار ادارې په کابل کې د ترهګریز برید د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي چې د ۱۳۹۶ کال د سلواغی د اوومې نېټې د برید قربانیانو لپاره تر اوسه عدالت نه دی پلی شوی. په هغه پېښه کې یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي توکي د کابل ښار د دارالامان په څلور لارې کې په یوه امبولانس کې وچاودول. په دغه پېښه کې پر مړو سربېره تر ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي. له دغه وژونکي برید وروسته، پخواني ولسمشر د سلواغي اتمه ملي ماتم اعلان کړ. نوموړي همدا رنګه په بهر کې میشتو سیاسي استازولیو ته هم امر کړی و، چې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند کړي.