د پاکستان له زندانونو ۳۰۰ خوشي شوي افغانان هېواد ته ستانه شول

۸صبح، کندهار: کندهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د پاکستان له زندانونو خوشي شوي افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه افغانان یکشنبه شپه د مرغومي پر اتلسمه نېټه د سپین بولدک بندر له لارې هېواد ته دننه شول.

ځینو خوشي شویو هېوادوالو ویلي، چې د پاکستان پولیسو د هغوی پيسې او د لوړې بیې وسایل ترې اخیستې او هغوی یې شکنجه کړي دي.

د سرچینو په وینا د خوشي شویو کډوالو شمېر ۳۰۰ تنو ته رسېږي، چې له دې منځه ۱۳۰ یې ښځې او ماشومان دي.

دغو وګړو همداراز ویلي، چې درې میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې دي او په دې موده کې ښځې له خپلو ماشومانو جلا زنداني وې.

۵۰۰ افغانان، چې د پاکستان د ادعا له مخې یې دغه هېواد د سفر قانوني اسناد نه لرل له زیاتو هڅو او عدالت غوښتنو وروسته د روانې اونۍ په لومړیو کې خوشي شول.

ورته لیکنې

Back to top button