ننګرهار کې ٣٠٠ دولتي ښوونځي ودانۍ نه لري

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ننګرهار کې د نورو برخو ترڅنګ د پوهنې برخه کې هم شکایتونه زیات شوي او خلک وایي، د جمهوري حکومت له سقوط وروسته، طالبانو په دغه ولایت کې د پوهنې برخه په بشپړ ډول له پامه غورځولې او په دې برخه کې یې د ستونزو د حل لپاره د پام وړ ګام نه دی پورته کړی.
د ننګرهار خلک نیوکه کوي، چې په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې ستونزې او اندېښنې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي؛ خو په دې ولایت کې د طالبانو رهبري لاس تر زنې ناسته ده.
ددغه ولایت اوسېدونکي وایي، ننګرهار کې سلګونه ښوونځي له سرپناه او ودانیو بې برخې دي، چې له امله یې لسګونه زره زده کوونکي تر شنه آسمان او د ونو تر سیوري لاندې په نشت حساب زده کړې کوي.
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ د ستن کلي د نجونو لومړنی ښوونځی ودانۍ نه لري، چې له امله یې زده کوونکې له ګڼو ستونزو سره مخ وي او ښوونیز بهیر یې تر ډېره بریده ټکنی کړی دی.
د دغه ښوونځي یوه ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط ٨ صبح ورځپانې ته وویل، ښوونځی یې سرپناه او ودانۍ نه لري، چې همدې امله زده کوونکې د باد، طوفان او بارام پرمهال له سختو ستونزو سره مخ وي.
جمعه خان زیاته کړه:«زمونږ ښوونځی هېڅ ودانۍ نه لري، له کلونو راهیسې دلته دا ښوونځی فعالیت کوي، ځای مو ورته په کرایه نیولی، یو ځل مو کرایه ورکړې او تراوسه مو نوره کرایه نه ده ورکړې، زده کوونکې زیاتې دي او ودانۍ نشته د ونو او دیوالونو سیورو ته زده کړې کوي او کله چې باد، طوفان او باران وي، زده کوونکې رخصت کوي او زده کړې یې ټکنۍ کېږي.»
د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین هم مني، چې په دغه ولایت کې سلګونه دولتي ښوونځي ودانۍ نه لري، چې له امله یې د لسګونه زره زده کوونکو ښوونیز بهیر ټکنی شوی دی.
د ننګرهار د پوهنې ریاست اداري مرستیال غلام فاروق فضلي وایي، ددغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې ٣٠٠ ښوونځي له ودانیو او سرپناه بې برخې دي، چې ددغو ښوونځیو ٧٠ زره زده کوونکي د ونو تر سیوري او شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.
نوموړی زیاتوي؛ د زده کوونکو ددغو ستونزو د حل لپاره په پرلپسې ډول هڅې کوي، څو په دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
فضلي ٨ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل :«ټول ننګرهار کې له ۳۰۰ زیات دولتي ښوونځي ودانۍ نه لري او په دې کې یې بیا ۱۱۲ داسې ښوونځي دي، چې هېڅ سرپناه او احاطه نه لري، په دغه ښوونځیو کې ۷۰ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، د سرپناه او ودانۍ نشتوالي زده کوونکي له سختو ستونزو سره مخ کړي او چې کله باد، باران او طوفان وي بیا د زده کوونکو درسونه نه وي او دوی خپلو کورونو ته ستنېږي، مونږ کوښښ کوو، چې ددغو ستونزو د حل لپاره یوه لاره چاره ولټوو؛ ترڅو شاګردان په مناسبه فضا کې خپل درسونه ووایي.»
بل لور ته د ننګرهار اړسېدونکي د طالب مسوولینو دغه خبرې تشې ژمنې یادوي او وایي، د طالبانو د خبرو او عمل ترمنځ ځمکه او آسمان توپیر دی او دغه ډله د پوهنې په برخه کې د ستونزو د حل پرځای د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي.
د دره نور ولسوالۍ یو قومي مشر ملک جان محمد ٨ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې پر طالبانو نیوکې وکړې، چې طالبانو یوازې پر عایداتي ادارو خپل تمرکز ډېر کړی او هغه برخې یې له پامه غورځولي چې ولس او هېواد ته په کې ګټه رسېږي او د خپلو شخصي ګټو پر خوندي کولو بوخت دي.
ملک جان محمد وایي:«طالبان خلکو سره یوازې ژمنې کوي نور یې د عملي کارونو درک نه لګېږي، ددوی د خبرو او عمل په منځ کې ځمکه او آسمان فرق دی، طالبان هغو برخو لپاره کار کولو ته زړه نه ښه کوي، چې د دوی په کې شخصي ګټې کمې دي، هغو ادارو نه ډېره لیدنه کوي، چې عایدات یې زیات دي او د دوی په کې خېټې پړسېږي.ِ»
دره نور ولسوالۍ کې زده کوونکي له پوهنې وزارت او نړۍ والو مرستندویو ادارو غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د زده کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي؛ څو په راتلونکې کې خپلو هیلو او ټاکل شویو موخو ته ورسېږي.
زده کوونکي وایي، طالبانو ورسره په ځلونو د سرپناه او ودانۍ نه لرلو ستونزو حل لپاره ژمنې کړي؛ خو په خبره یې دغه په زور راغلی حکومت د ولسونو ستونزو ته د رسېدنې پرځای د خلکو د غولولو په چل ښه پوهېږي.
زده کوونکي پر طالبانو غږ کوي، چې نور دې له پوهنیز نظام سره خپل مخالفت ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد او ځوان نسل د ښې راتلونکې په موخه د ښوونې او روزنې برخې د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.