۸صبح، کابل: پوهنې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د روان کال په ترڅ کې به ۳۷ ميليون جلده درسي کتابونه چاپ شي چې تقريبا د چاپ ۷۰سلنه چارې يې مخ ته تللي دي او ډېر ژر به د دوی په واک کې ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه کتابونه په متحده عربي اماراتو او هند هېوادونو کې چاپ کېږي او د پوهنې وزارت تخنيکي ډلې له ارزونې وروسته به کابل ته ولېږدول شي.
د پوهنې زارت داسې مهال د کتابونو د چاپ په اړه خبر ورکوي چې، د ولسي جرګې يو شمېر استازي په ځينو ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت په اړه نيوکې کوي.
سربېره پردې تېره ورځ د کابل په لوديديځ کې د يو دولتي ښوونځي زدهکوونکو د کتابونو او ښوونکو د کمښت له امله د کابل واټونو ته راوتلي ؤ او په دې اړه د اړوندو ادارو د پاملرنې غوښتونکي شول.
د ښوونکو، کتابونو او درسي وسايلو کمښت او همداراز په ډېری ښوونځيو کې د ودانيو نشتون هغه عمده ستونزې دي چې افغان زده کوونکي ورسره لاس او ګرېوان دي.