د مرستو ۴۰ میلیون ډالري بستې؛ تېرو ۱۶ ورځو کې پنځمه بسته کابل ته ورسېده

۸صبح، کابل: د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان بانک کابل ته د ۴۰ میلیون ډالري مرستو د یو بلې بستې له رسېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو تر مدریت لاندې د افغانستان بانک سهشنبه د تلې پر شپږویشتمه د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې د نقدي مرستو یوه ۴۰ میلیون ډالري بسته کابل ته رسېدلې ده او یوه سوداګر بانک ته سپارل شوې ده.
دغه بانک زیاته کړې، چې د هېواد پر مالي او بانکي برخې د یوه څارونکي بنسټ په توګه یې تل هڅه کړې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو نړیوالو بانکي او مالي بنسټونو سره ښې اړیکې ولري.
تېرو ۱۶ ورځو کې دا پنځمه ۴۰ میلیون ډالري جوپه ده، چې کابل ته رسېږي؛ نورې څلوېښت میلیون ډالري بستې د روانې میاشتې پر ۱۱، ۱۲، ۱۹ او ۲۰ نېټو کابل ته دننه شوې دي.
د ویلو ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته د راغلو نقدي مرستو کره شمېر نه نیول شوي او نه هم شته او همداراز د دغو پيسو د لګولو موارد هم نه دي روښانه.