د سومالیا د پوځ په هوايي بریدونو کې د الشباب ۴۳ جنګیالي وژل شوي

سومالیا اعلان کړی، چې د دغه هېواد د پوځ د هوايي بریدونو په پایله کې د الشباب ډلې د دوو جګپوړو قوماندانانو په ګډون ۴۳ جنګیالي وژل شوي دي.

د سوماليا ملي خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۹مه) خبر ورکړ چې په دغو هوايي بريدونو کې د الشباب مهم مشران عدن عبدالرحمن عدن او ادريس عبدالرحيم نور چې کينيايي وګړي دي، وژل شوي.

د راپورونو له مخې، دا هوايي بریدونه د سومالیا د نړیوالو همکارانو په همکارۍ هغه مهال ترسره شول چې د الشباب جنګیالیو او د هغوی مشرانو د بارسګوني په پوځي اډه کې د سومالیا پر پوځیانو د برید پلان درلود.

دا بریدونه غالباً د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي دي.

د سومالیا د پوځ هوايي بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د دغه هېواد پوځ د ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ د الشباب ډلې پر ضد د دویم پړاو بریدونو لپاره تیاری نیسي.

د الشباب ډله چې له القاعدې سره نږدې تړاو لري، کله ناکله په سومالیا او یو شمېر نورو افریقايي هېوادونو کې وسله وال بریدونه تنظیموي.

الشباب له ۲۰۰۶ کال راهیسې د سومالیا له حکومت او د افریقايي ټولنې له سوله ساتو ځواکونو سره په جګړه بوخت دی.

د سومالیا پوځ په داسې حال کې په دغه هیواد کې د الشباب د یو شمیر جنګیالیو د وژل کیدو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د افریقایي ټولنې د سوله ساتو ځواکونو پر یوې اډې باندې د دغې ډلې له خوا تر برید وروسته د دغو ځواکونو څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي وو.

ورته لیکنې

Back to top button