هلمند کې ۴۸ درجې تودوخه؛ طالبانو په لښکرګاه کې د یخ جوړولو فابریکې وتړلې

۸صبح، هلمند: په داسې حال کې چې ګرمې په ډېرېدو ده، په هلمند کې ځایي سرچینې وایي چې طالبانو په لښکرګاه ښار کې د یخ جوړولو فابریکې له دوو ورځو راهیسې تړلې دي.
سرچينو نن یکشنبه (د چنګاښ په ١١مه)، ٨صبح ورځپاڼې ته وويل، چې په لښکرګاه کې د طالبانو ښاروالۍ وروسته له هغه دا ګام پورته کړ، چې د يخ جوړونې د فابريکو خاوندانو له ټاکل شوې بيې سرغړونه وکړه.
خو په لښکرګاه کې د یخ جوړونې د فابریکو خاوندان وايي، طالبان هڅه کوي د فابریکو په تړلو سره پر دوی زیاتې مالیې وضع کړي.
د هلمند خلک چې د تودوخې له ۴۸ درجو سره لاس او ګریوان دي، د طالبانو پر دغه کړنه سخته نیوکه کوي او وايي چې که دا وضعیت دوام وکړي نو خلک په ځانګړي ډول ماشومان او سپینږېري به له جدي ستونزو سره مخ شي.
دا مهال په هلمند کې د یوه کیلو یخ بیه ۲۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
په هلمند کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په افغانستان کې د بیا ځل واک ته رسېدو وروسته، طالبانو د پیسو د راټولولو په هڅه کې پر سوداګرو او خلکو درانه مالیات وضع کړې دي.