اندونیزیا کې ۵.۶ رېښتره زلزله؛ ۴۶ تنه مړه او کابو ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي

د اندونیزیا په لوېدیځ کې له یوې ځواکمنې زلزلې وروسته، تر اوسه لږترلږه د ۴۶ تنو مړه کېدل تایید شوي دي.

دغه ۵.۶ رېښتره زلزله ۱۰ کیلومتره ژوره د اندونیزیا د لوېدیځ په جاوه ښار کې سهار دوشنبه د نومبر پر ۲۱ شوې ده.

اسوشیټډپرس راپور ورکړی، چې په د دې پېښې لږترلږه ۴۶ تنه مړي او کابو ۷۰۰ نور ټپیان د جاوه ښار په روغتونونو کې بستر شوي دي.

اندونیزیایي چارواکو ویلي، چې له سهار راهیسې په جاوه سیمه کې څو زلزلې شوې او له امله یې په دغه ښار کې لسګونه ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د دغې زلزلې مرکز د اندونیزیا د لوېدیځ د جاوه ښار په سیانحور سیمه کې راپور شوی دی.

په دې وروستیو کې اسیايي هېوادونه د زیاتو طبیعي پېښو له دې جملې د زلزلې شاهد وو.

ورته لیکنې

Back to top button