ننګرهار کې د ستروسو ۴۵ ډولونه نندارې ته اېښودل

راپور: حفيظ الله علي خېل

د چارواکو په وينا، اوس هم د سل میلیونو ډالرو په ارزښت سټروس له نورو هېوادونو، افغانستان ته را واردېږي.
ويل کېږي چې په دغه برخه کې د ځان بسیاپنې لپاره به راتلونکي کال کې په ۱۵ سوو جریبه زمکه نوي بڼونه جوړ شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس انعام الله ساپي وويل، چې په دې نندارتون کې يې د ستروسو مالټو، ليمو، کينو او نورو پنځه څلوېښت همدغه ډولونه نندارې ته وړاندې کړې ؤ.
نوموړي وويل، چې لا هم د سل ميليونه ډالرو په ارزښت سټروس هېواد ته واردېږي او زياته يې کړه چې سږکال به پنځلس سوه جريبه زمکه کې نور بڼونه جوړ کړي او د ځان بسياينې په موخه اړتيا ده چې پنځه ويشت جريبه زمکه کې باغونه جوړ شي.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل، چې ددې ولايت په ۶۸۰۰ جريبه زمکه باندې د ستروسو بڼوڼه جوړ شوي او سږکال يې د څلور سوه نهه ويشت میليونه افغانيو په ارزښت ۱۱ زره ټنه حاصل ورکړی دی.
نوموړي بڼوالو ته د لازمو همکاريو ډاډ ورکړ او له بزګرانو یې وغوښتل، چې د بڼوالۍ په برخه کې پانګه اچونه وکړي.
د کرنې رئیس همدا راز وويل، چې پلان لري راتلونکي کال کې هغو بزګرانو سره د بڼوالۍ برخه کې مرستې وکړي چې تر پنځلس جريبه ډېره زمکه ولري.

ورته لیکنې

Back to top button