جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه شول

۸صبح، کابل: پر جوزجان – بلخ لویه لار د ترافیکي پېښې په پایله کې پنځه تنه مړه او ۴ نور ټپيان شول.
باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه پېښه شنبه د مرغومي پر لسمه نېټه د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په اړوند چیغچي سیمه کې شوې ده.
په دې پېښه کې د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه مړه او د دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.
دغه پېښه له یوه مسافروړونکي ۴۰۴ ډوله موټر سره د یوې سراچې د ټکر له امله شوې ده.
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او ګړندی تګ بلل شوی دی.
په دې وروستیو کې افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي. په ترټولو تازه مورد کې تېره ورځ هرات ولایت کې د زنده جان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون د دې ډلې درې غړي په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شول.