له افغانستان سره د اروپايي ټولنې ۵۰ میلیون یورويي مرسته

۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام(WFP)  له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۵۰ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام سه شنبې د لړم په اوولسمه، د اروپايي ټولنې دا مرستې د افغانانو لپاره حیاتي بللې دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مدیره مري آلن مګ ګروتي ویلي چې د اروپايي ټولنې دا مرستې به له افغانانو سره د مرستې لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام توانمني زیاته کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیره رافایلا آیودیس ویلي: «موږ له افغانانو په تېره بیا زیانمنونکو وګړو سره د مرستې لپاره ژمن یو. په (WFP) کې به زموږ پانګونه پر ځايي ټولنو مثبت او اوږد مهاله اغېز وکړي.»

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، په اوسني وخت کې په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو نهه نه شي کولای چې د خوړو اړتیاوې برابرې کړي، په تېره بیا هغه کورنۍ چې سرپرستانې یې ښځې دي.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۲ کال له پيل راهیسې، د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې ۴۲۷ زره تنه د اروپايي ټولنې له مرستو برخمن شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button