د سوریې رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د داعش جنګیالیو په برید کې ۵۳ کسان وژل شوي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) جمعه د فبرورۍ پر ۱۷ خبر ورکړی، چې دا برید د السخنه ښار په سویلختیځ کې شوی دی.
د سانا د راپور له مخې، داعش جنګیالیو پر خلکو په داسې حال کې برید وکړ، چې دوی ټرافل (یو ډول نادر خواړه) راټولول.
د پالمیرا ملي روغتون مشر، ولید عوده په یوه بیانیه کې خبر ورکړی: «د ۵۳ شهیدانو مړي روغتون ته رارسېدلي او له معایناتو وروسته معلومه شوه، چې دوي په سرونو ویشتل او وژل شوي دي.»
د دغه برید د قربانیانو یوه خپلوان د سانا خبریال ته ویلي، چې د داعش جنګیالیو د پیښې په ځای کې د سوریې اتباعو موټرو ته اور ورته کړی.
په سوریه کې له څه باندې لسو کلونو راهیسې د دغه هېواد د حکومت او داعش ډلې ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.