۸صبح، کابل: د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روان میلادي کال له پيل راهیسې، څه د پاسه ۵۷ زره افغانان چې په «ناقانونه» توګه دغه هېواد ته تللي وو، ایستل شوي دي.
اناتولي خبري آژانس شنبې د لړم په ۲۱مه د ترکیې د دولتي چارواکو له قوله لیکلي چې په روان کال کې ۵۷ زره او ۱۷۴ تنه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
د دغه خبر له مخې، د ترکیې دولت په ټول کې له بېلابېلو ملیتونو ۱۰۱ زره او ۵۷۴ ناقانونه کډوال په دې موده کې ایستلي دي.
د ویلو ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه افغانانو هڅه کړې چې ځانونه د ایران په ګډون له بېلابېلو لارو ترکیې ته ورسوي.
ترکیه اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د افغان کډوالو یوه اصلي لاره ده.
همداراز یو شمېر افغانان د کار موندلو لپاره دغه هېواد ته کډوال شوي دي.
له بلې خوا، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې ترکیې ته د دوه میلیونه او ۷۱۲ زره او ۱۴۸ بهرنیو وګړو د ورتلو مخنیوی کړی دی.