بدخشان سیندیزې فرعي حوزه کې ۵ هایدرولوژي دستګاوې نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۸صبح، کابل: د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، د بدخشان سیندیزې فرعي حوزه کې پنځه هایدرولوژي دستګاوې ولګول شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

خبرپاڼه زياتوي، دغه دستګاوې د هایدرولوژي ارقامو او شمېرو را ټولولو، د موجوده اوبو اندازې او د اوبو وضعیت معلومولو په موخه په یاده حوزه کې ولګول شوې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د اوبو چارو ادراې د تنظيم ملي ادارې وياند، نظام خپلواک له  ۸صبح سره په خبرو کې وويل، د دغو دستګاوو د لګلولو موخه د ځمکې لاندې اوبو د سطحې معلومول دي او په هغو ولايتونو کې لګول کېږي چې هلته د ځمکو لاندې اوبو کچه  کمه وي.

ښاغلي خپلواک وويل، په دغو هایدروجیالوژيکي څاګانو کې ۳ څاګانې تاجيکستان هېواد سره په سرحد کې دي چې زموږ او د هغوی تر منځ د اوبو اندازه معلوموي. نوموړي همدا راز زياته کړه يادې دستګاوې د هېواد په ۹ ولايتونو کې لګول کېږي او کار يې دوام لري.

ورته لیکنې

Back to top button