بدخشان کې د یوه کور د چت د رالوېدو له امله ۶ تنه مړه او ۲ نور ټپیان شول

۸صبح، کابل: بدخشان کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولان وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه کور د چت د رالوېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.

بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي ویلي، چې دا پېښه سه شنبه شپه د لیندۍ پر ۱۵ د دغه ولایت د مایمي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې شوې ده.

بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس په وینا د دغه کور چت د درنو واورو له امله راغورځېدلی دی.

بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې غرنیز ولایت دی. د دغه ولایت اوسېدونکي هر کال د ژمي په موسم کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button