بدخشان کې ترافیکي پېښې ۶ تنه مړه او ۳ نور ټپیان کړل

۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې په پایله کې ۶ تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

دغه پېښه شنبه له غرمې مخکې د سلواغې پر لومړۍ نېټه د بدخشان د مایمي ولسوالۍ په شاجه‌ګون کلي کې شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه ترافیکي پېښه له سړکه د یوه لنډکروزر ډوله موټر د اوښتو له امله شوې ده.

د دې ترافیکي پېښې لامل د سړک کنګل کېدل او د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د بدخشان مایمي ولسوالۍ د سختو لارو لرلو له امله کله ناکله د ترافیکي پېښو شاهده وي.

ورته لیکنې

Back to top button