په کاپیسا کې له غره څخه د یوه موټر د لوېدو له امله ۶ تنه مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي

۸صبح، کاپیسا: په کاپیسا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې له غره څخه د یوه مازدا موټر د لوېدو له امله ۶ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۱۰ مه) د کاپیسا ولایت د الهسای ولسوالۍ (د اشپې درې د چایخېل د کیکاچ) په کلي کې رامنځته شوې ده.
په کاپيسا ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالفتاح فايض ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، دغه موټر له غره څخه درې ته په داسې حال کې لوېدلی، چې يوه ډله کروندګر يې خپلو کروندو ته لېږدول.
د دغې پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د سړک تنګوالی د دغې پېښې لاملونه بلل شوي دي.
د کاپیسا ولایت د الهسای ولسوالي د تګ راتګ سختي لارې لري.