د خبریالانو نړیوال فدراسیون (ایاېفجي) په خپل ۳۲ راپور کې په نړۍ کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پروړاندې د ګواښونو او تاوتریخوالو په اړه خپل راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، چې سه شنبه د فبرورۍ پر اوومه نېټه خپور شوی دی په ۲۰۲۲ کال کې لږترلږه ۶۸ تنه خبریالان وژل شوي او ۳۷۵ نور زنداني شوي دي.
د ایاېفجي راپور ښيی، چې دغه شمېر خبریالان له امریکا، اسیا، افریقا، اروپا او منځني ختیځ کې د هدفي وژنو، بمونو او نورو مرګونو پېښو په پایله کې وژل شوي دي.
د خبریالانو د نړیوال فدراسیون په راپور کې امریکا کې د خبریالانو ۳۰ د وژلو پېښې، ۱۶ په اسیا کې، ۱۳ په اروپا، ۵ په منځني ختیځ او ۴ په افریقا کې ثبت شوې دي.
د اسیايي هېوادونو په منځ کې د خبریالانو د وژنې ۵ پېښې په پاکستان کې ثبت شوې دي. د دغه راپور له مخې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې هېڅ خبریال نه دی وژل شوی.
د دې سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۲ کال کې لږترلږه ۳۷۵ خبریالان زنداني شوي، چې په ۸۴ زندانیانو، برما په ۶۴ موردونو، ترکیه په ۵۱ او ایران په ۳۴ موردونو د هغو هېوادونو په سر کې دي، چې ترټولو زیات زنداني خبریالان لري.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي، چې افغانستان کې یوازې یو خبریال، د نوروز رادیو خبریال خالد قادري زنداني شوی دی.
د دغه فدراسیون عمومي منشي انتوني بلانګر ویلي، چې په دې راپور کې لیکل شوي جزییات د پراخو ګواښونو په اړه شواهدو، د واقعي تاوتریخوالي او له سزا د معافیت کلتور په اړه دي چې په خبریالۍ کې د خوندیتوب ناورین عامل بلل کېږي.
به دې راپور کې د هغو تاوتریخواليو په اړه مالومات چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان خبریالان ورسره مخ دي، نه دي وړاندې شوي.