د جوزجان ولايت ۷۰ سلنه زدهکوونکي درسي کتابونه نه لري
۸صبح، کابل

د جوزجان ولايت د پوهنې رياست مسؤلين وايي چې اوسمهال په دې ولايت کې تعليمي بهير له ننګوونکي حالت سره مخ دی.
د دغو مسؤلينو په وينا، شاوخوا ۷۰ سلنه زدهکوونکي په جوزجان کې درسي کتابونه نه لري او همداراز د دې ولايت ښوونځي هم د څه کم زر تنو ښوونکو له کمښت سره مخ دي او د معلوماتو له مخې په دې ولايت کې د ۴۰۶ ښوونځيو له ډلې ۱۷۶ ښوونځي ودانۍ نه لري.
د راپورونو له مخې د دې ولايت ۴۰ سلنه زدهکوونکي نجونې دي، خو د ناامنيو له امله ډېری يې ښوونځيو ته نه شي تللی.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان سربېره د هېواد ځینو نورو ولايتونو زدهکوونکي هم د درسي کتابونو او ښوونکو له کمښته سر ټکوي او د پوهنې وزارت له مسؤلينو غواړي چې دغې ستونزې ته نور د پای ټکی کېږدي.
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت مسؤلينو څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د روان کال په ترڅ کې به د ۳۷ ميليون جلده درسي کتابونو د چاپ لړۍ بشپړه شي.
دوی ويلي ؤ چې د دغو کتابونو د چاپ ۷۰ سلنه کارونه پرمخ تللي او ډېر ژر به دې وزارت ته په واک کې ورکړل شي او په دې سره به د درسي کتابونو کمښت ستونزه پايته ورسېږي.