له افغانستان سره د اروپايي ټولنې ۷۵ میلیون یورويي مرسته

۸صبح، کابل: اروپايي ټولنې اعلان کړی چې په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب له زیانمنو سره یې ۷۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

په ټویټر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازي په پاڼه کې سه شنبې د لړم په ۲۴مه ویل شوي چې دغې ټولنې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو په لړ کې ۷۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د اروپايي ټولنې دا مرستې د ژمي په رارسېدو ترسره کېږي.

له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۵۰ میلیون یورويي مرستې له اعلان وروسته، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو د دوام خبر ورکړی و.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د خوړو نړیوال پروګرام په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د بې وزلۍ او خوراکي ناامنۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button