۸صبح، کابل: د سرې میاشتې مسوولان وایي، چې د ترکیې سرې میاشتې ټولنې ۷۵۰ ټنه مرسته کابل ته را ورسېده.
ترکي رسنیو نن سه شنبه د کب پر درېیمه راپور ورکړی، چې د ترکیې ۷۵۰ ټنه بېړنۍ مرستې د «خیریه اورګاډي» له لارې کابل ته رسېدلې دي.
کابل کې د ترکیې سفارت مرستیال امرماناو چې دغه مرستې یې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ته سپارلې، وویل چې افغانان پخوا د ترکیې تر څنګ ولاړ و او نن ترکیه له افغانانو سره ده.
کابل کې د ترکیې سفارت سلاکار جوته کړې، چې په دغه اورګاډي کې بېلابېل توکي شته. هغه وایي، دغه مرستې به د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته ورسوي.
ماناو زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې خوراکي توکي، ژمنۍ جامې، طبي تجهیزات، ویلچر، د لوبو وسایل او روغتیایي توکي شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت طبي وسایل ترلاسه کړي او له ټولو مرستندویه بنسټونو یې غوښتي، تر څو په افغانستان کې د روغتیا له برخې سره مرسته وکړي.
د ویلو ده، چې دغه مرستې د ترکیې د پېښو او بېړنیو حالاتو مدیریت د دولتي ریاست (AFAD) په همغږۍ او د ترکیې د نادولتي سازمانونو په ملاتړ برابرې شوې دي.