۸صبح، بدخشان: بدخشان کې ځایی سرچینې وایی چې د تېرې ورځې او شپې د سختو واورو ورېدو له امله ۸ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې چهارشنبه د سلواغې پر ۲۶ د بدخشان ولایت په راغستان، شغنان، درایم او یفتل ولسوالیو کې د سختو واورو ورېدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله د اوښتو خبر ورکوي.
د سرچينو د معلوماتو پربنسټ، د بدخشان د راغستان ولسوالۍ د خونيلر په کلي کې د سختې واورې ورېدو له امله د يوه کور د چت رالوېدو له امله د يوې کورنۍ درې ماشومان مړه او مور او پلار يې ټپيان شوي دي.
په درایم ولسوالۍ کې هم د سختې یخنۍ له امله دوه سپینږیري مړه شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېلو يو ټانکر له دوو مسافرو سره د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې د واورو کنګل له امله د آمو سیند ته لوېدلی دی. دواړو مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بل خوا د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د درنې واورې وریدو له وروسته د یوه کور د چت د نړېدو له امله یو تن مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان د لسو ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز فيضاباد ښار لارې له پنځو ورځو راهيسې د واورې ورښت له امله د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.