د افغانستان لپاره د ناروې کمیټه (NAC) د پکتیکا ولایت له اوسېدونکو سره د کار ۤپه بدل کې د پیسو د ورکړې د پروژې له لارې د ۸۵۰ زره ډالرو مرستې خبر ورکوي. د دې ولایت د ناروې موسسې مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې څه باندې اته زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي. په دې پروژه کې د کوچنیو بندونو او استنادي دېوالونو جوړېدل شامل دي. د پکتيکا ولايت اوسېدونکي هيله څرګندوي، چې د دا ډول پروژو په بشپړېدو سره به د سيمې اوسېدونکو ته د لنډ مهالي کار د پيدا کېدو تر څنګ، په اوږدمهال کې د ځمکې لاندې اوبو، د څښاک د پاکو اوبو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د اوبو په ډېرېدو سره د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راشي.
په پکتيکا ولايت د ناروې موسسې مسوولين وايي، ټاکل شوې دغه پیسې د پکتيکا په مرکز ښرنې ښار او د دغه ولايت په مټاخان، يوسف خېلو او خيرکوټ ولسواليو کې ولګول شي. د يادو پروژو په پلي کېدو سره به ۳۰۰ کسانو ته په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.
په پکتيکا کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ولايتي مسوول محمد ظريف هلال وويل:« د دې پروژې د سروې چارې څه موده وړاندې د ګومل ولسوالۍ د سیندیزې حوزې د ریاست په همغږۍ بشپړې شوې او د دغه پروګرام له پيلېدو يې موخه د سيمو پرمختیا او د خلکو په ژوند کې بدلون راوستل دي او دا پروګرام د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ، پلی کیږي.»
له بلې خوا د دې موسسې د تخنيکي څانګې کارکوونکي ټينګار کوي چې د اوبو د وړو بندونو د جوړولو په بشپړيدو سره به په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت ستونزې تر ډېره بریده حل شي. د دې پروژې تخنيکي مسوول نياز محمد حقمل وايي، د کوچنيو بندونو او د استنادي دېوالونو جوړېدل به د اوبو د بهېدو د مخنيوي ترڅنګ، د تر ځمکې لاندې اوبو د ډېرېدو په برخه کې ډېر ګټور تمام شي. هغه زياته کړه: « که دغه بندونه جوړ شي، د کرنې په برخه کې به د اوبو د ډېرېدو، د ځمکو د خړوبولو او د کاريزونو د اوبو د کچې د لوړولو لپاره ډېر ګټور تمام شي او د اوبو کچه به تر درېيو برابره لوړه شي.»
په همدې حال کې د پکتیکا اوسېدونکي د دې پروژې پر پیلېدو خوښ دي. دوی وايي، چې په هېواد کې د وروستیو وچکالیو له امله د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د څښاک پاکې اوبه په سختۍ سره پیدا کیږي. د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې له دې پلوه له سختو ننګونو سره مخ دي او هيله لري، چې د اوبو د بندونو په جوړېدو سره به په پکتيکا کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.
د دغه ولایت یو قومي مشر حاجي ګلا خان ۸صبح ورځپاڼې ته وویل:«په ډېرو سیمو کې د څښاک پاکې اوبه نشته. طالبان او موسسې باید په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړي. د بندونو په جوړولو کې دې له موږ سره مرسته وکړي. په دې کار سره به اوبه زیرمه شي، د سیلابونو ستونزې به ختمې شي او د اوبو د څاګانو اوبه زیاتې شي.»
د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ یوه ځوان محمد ولي ته د دې پروژې په تطبیق سره د کار زمینه برابره شوې ده. هغه وايي، د دا ډول پروګرامونو پيلول د کليوالي اقتصاد په پياوړتيا کې ګټور پرېوځوي او ترڅنګ یې د دوی لپاره سالمه بوختیا برابروي. هغه زیاتوي:« زه ډیر خوښ یم چې د کار زمینه راته برابره ده او کولای شم پیسې وګټم او په دې توګه خپل ژوند مخته بوځم. ټولې موسسې باید همدا کار وکړي. هیڅوک دا نه خوښوي چې له چا خیرات واخلي. زموږ لپاره کار پیدا کړئ او په بدل کې ي پیسې راکړئ.»
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د پکتيکا ولايت په بېلابېلو سيمو کې پراختيايي پروژې پلې کړې دي. دغې ادارې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په سر روضې ولسوالۍ کې د اوبو لګولو یو کانال بشپړ کړ. دغه راز د دغه ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د دغې ادارې له خوا د زلزله ځپلو لپاره د استوګنې د کورونو د جوړولو په پروژه کې ۴۰ ميليونه افغانۍ ولګول شوې.