یاددښت: د قانون نافذولو، دغه راز د کورنیو چارو په وزارت کې د فساد او په هېواد په تېره بیا لویو ښارونو کې د جنایي جرمونو د زیاتوالي په برخو کې د پولیسو له کمزورۍ شکایتونه کېږي. په دې اړه مو د کورنیو چارو له سنبالچاري وزیر، مسعود اندرابي سره په مرکه کې ددغو ستونزو لاملونه او ریښې څېړلې دي.
۸صبح: وزیر صاحب مننه کوو چې موږ ته مو مرکې وخت راکړ. غواړو په یوې پوښتنې سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه مالومات راکړئ، په لویو ښارونو او لویو لارو کې څه تېرېږی؟
اندرابي: خلکو تمه لرله چې د سولې خبرو په پیلېدو او د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې له لاسلیک وروسته، کرار کرار د سولې په لور ولاړ شو او له طالبانو سره پر اختلافاتو په مذاکراتو کې بحث وشي. وروسته د خبرو په پایله کې اوږدمهاله اوربند وشي او تاوتریخوالی کم شي، خو په همدې حال کې چې دغه راز شرایطو ته هیله من ؤ، هر ډول وضعیت ته هم چمتو ؤ.
طالبان ددې لپاره چې تر ډېره مطرح شي او د سولې په مذاکراتو کې د نړیوالې ټولنې په وړاندې لازیات ملامت نه شي، د لویو لارو ناامنه کولو ته یې مخه کړه او پر لویو لارو او نورو سیمو کې یې د پولیسو او ملي اردو ځواکونو پر پوستو بریدونو ته زور ورکړ. په همدې حال کې دغې ډلې په بې مخینې توګه د پرسونل او وسایطو ضد مینونو اېښودلو ته مخه کړه. تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله زیات شوي دی. له نېکه مرغه چې امنیتي ځواکونو په ځانګړې همغږۍ سره، دوی ته کلک ځواب ورکړی. په دې موده کې هیڅ ځای سقوط ونه کړ او طالبانو ډېر پرمختګ نه درلود. که یې په ځینو سیمو کې بریدونه کړي هم دوی او هم موږ تلفات لرل.
۸صبح: په دې کې شک نشته چې طالبانو بریدونه نه دي کم کړي، په عین حال کې یې هیڅ وخت د اوربند د اعلان ژمنه ونه کړه او آن د تاوتریخوالي د کمښت ژمنه یې چې کړې وه؛ عملي یې نه کړه. اوسپوښتنه داده چې افغان دولت څه کوي؟
اندرابي: هو، موږ د جګړې د تکتیک د بدلون، په ښارونو کې د هدفي وژنو او مین چاودنو په اړه مالومات ترلاسه کړي. لومړی کار چې موږ کړی، په ټولو امنیتي بنسټونو کې د نظم رامنځته کول و. وروسته امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند په بېلابېلو پړاونو کې ځانونه عیار کړل او په دفاعي حالت کې شول.اوسمهال په هر ځای کې چې طالبان بریدونه پیلوي، امنیتي ځواکونه دزمکې او هوا له لارې ځواب ورکوي. یوه اونۍ مخکې په میدان وردګو، غزني، زابل، ارزګان، فاریاب، کندز او تخار ولایتونو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی و چې په خپل وخت د امنیتي ځواکونو له خوا په بشپړ چمتووالی سره ځواب ورکړل شو. په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د چسپکي مینونو په تړاو شپږ تنه د پولیسو او له شلو زیات د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي دي چې په نیولو سره یې تر ډېره وضعیت کنټرول شو، خو تراوسه هم ددغو مینونو چاودنې کېږي چې ددېشبکو د نیولو په دوام سره به وضعیت کنټرول شي.
۸صبح: ولې پر پولیسو برید کېږي؟
اندرابي: ښه، په هغو ځایونو کې چې پولیس د قانون د نافذولو په حال کې دي طالبان هماغه ځای په نښه کوي. خو پخوا هم په دې برخه کې یو لړ ګامونه پورته شوي، لکه ملي اردو ته د عامه نظم پولیسو او همداراز د سرحدي او سیمه ییزو پولیسو د مسوولیت سپارل چې سیمه ییز پولیس نیمایي په اردو او نیم نور په ملي پولیسو کې جذبېږي چې پر پولیسو د جګړې اغیز کم کړي او د قانون پلي کولو ته مخه کړي. د پولیسو د راتلونکي مسوولیت لپاره یوه طرحه د برابرولو په حال کې ده او په دې اړه له خپلو بهرنیو همکارانو سره بحثونه کوو چې د پولیسو لپاره لوی بدلون دی، پولیس په هغو سیمو کې ګمارو چې ډېر نفوس او سیمه لري چې د قانون پلي کولو ته یې پاملرنه زیاته شي.
۸صبح: سیمه ییزو پولیسو د کوم قانون پربنسټ فعالیت کاوه او له کورنیو چارو وزارت سره یې حقوقي تړاو څه ډول و؟
اندرابي: ددې لپاره چې له کورنیو چارو وزارته جنګي رول لیرې شي او سیمه ییز پولیس په ملي پولیسو کې شامل کړو، ټاکل شوې یوه برخه یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې د سیمه ییزې اردو په چوکاټ کې تنظیم کړو.په هغو ځایونو کې چې د قانون نافذولو ته اړتیا لرو، دوی په ملي پولیسو کې شاملوو او د پولیسو د جذبولو لپاره نوي اصول لرو چې عملي کېږي. هغه وګړي چې په دغو اصولو برابر نه وي، د پولیسو او اردو په چوکاټ کې نه شاملېږي.
۸صبح: په تېرو وختونو کې د جګړې په ډګرونو کې تر کومه بریده د سیمه ییز پولیسو فعالیت اغېرمن و؟ څومره یې وکولای شول له ملي پولیسو سره مرسته وکړي؟
اندرابي: سیمه ییز پولیس له دښمن سره د مبارزې په برخه کې د ملي پولیسو لپاره ګټور وو او د امنیت په ساتلو کې یې رغنده رول درلود، ملي پولیسو او سیمه ییزې اردو ته په نویو معیارونو سره ددوی په شاملولو ډاډ ترلاسه کوو چې ښه عمل کوي.
۸صبح: دا چې سیمه ییز پولیس له سیمه ییزې اردو سره یو ځای کېږي دلیل یې څه دی؟
اندرابي: لومړی دلیل چې سیمه ییز پولیس سیمه ییزې اردو ته بدلوو دادی، په هغو سیمو کې چې پولیس په جګړه بوخت دي دا په اصل کې د اردو دنده ده، دا سیمې باید د اردو له خوا مدیریت شي. ددې لپاره چې خلک د خپلو سیمو د دفاع لپاره چمتو دي، د سیمه ییزې اردو په چوکاټ کې کار وکړي. خو ښایي هماغه وګړي چمتو نه وي چې په بل ولایت کې د منظمې اردو په چوکاټ کې فعالیت ولري. دا داسې ګام دی چې د خلکو لپاره یو فرصت برابر شي.
۸صبح: د سیمه ییزې اردو مدیریت ملي دفاع وزارت پرغاړه لري؟ له تشکیلاتي پلوه یې اړیکې څه ډول دي؟
اندرابي: هو، همداسې ده، دغه ټولي او د سیمو او قول اردوګانو په کچه یې مشري د اردو یو چارواکی یا افسر پرغاړه لري. داسې جوړښت دی چې لازیات نظم پکې په پام کې نیول شوی دی.
۸صبح: په ښارونو په تېره بیا کابل او هرات کې غلاوې او باج اخیستل زیات شوي دي. څه وخت دا ستونزې اوارېږي؟
اندرابي: جرمونه داسې بحث دی چې په هره ټولنه کې شته، خو کچه او بڼه یې کمه او زیاتېږي. غواړم له څو اړخونو پر دې موضوع خبرې وکړم، یو په لویو ښارونو کې د مجرمینو په وړاندې د مبارزې او تعقیب مهمه موضوع ده چې ښې لاس ته راوړنې لرو.
۸صبح: کېدای شي همدې برخې ته پام وشي؟
اندرابي: موږ له جرمونو سره د مبارزې کړنلاره له څو میاشتو وروسته تصویب کړه چې له مخې یې د مجرمینو په اړه مالومات راټولوو، له ارزونې وروسته یې د شبکو اړیکې کشفوو.ورپسې، د مجرمینو په نښه کول او وروسته له هغوی پلټنې دي. په کابل کې یو وخت ۱۹ ځایه پلټنې کېدې؛ خو اوس په دوو ځایونو امنیه قوماندانۍ او کورنیو چارو په وزارت کې کېږي. په دې حالت کې ددغو وګړو د خلاصون له امله زیانونه کمېږي. همداراز د پولیسو لپاره د جرم او مجرمینو د وضعیت په اړه د بشپړو مالوماتو زمینه برابرېږي. په دې کار سره بریالي شوو چې د مجرمینو شبکو ته ګوزار ورکړو. د بېلګې په توګه په کابل ښار کې د اونۍ ۱۵ موټر غلا کېدل، خو اوس دا شمېر په اونۍ کې درې یا څلورو ته کم شوی دی. په همدې توګه وسله والې غلاوې کېدې او څلور لارې د غلو په نوم نومول شوې وې! دا وګړي وتښتېدل او ګوزار ورکړ شوی.
په دوهم اړخ کې داسې مجرمین دي چې لوی او کوچني جرمونه کوي او اوسمهال یې ښارونه په تېره بیا کابل له ګواښ سره مخ کړی دی. ددې ستونزې د اواري لپاره د امنیتي تړون په فکر کې شوو، امنیتي تړون د ناوړه وګړو او مجرمینو د موندلو او نیولو په برخه کې له پولیسو سره د خلکو د رضاکارانه مرستې په مانا دی. په دې برخه کې اوس کار روان دی چې مجرمین حوزو ته جلب کړو، ځینې عدلي ادارو ته معرفي کړو او له یو شمېر څخه تعهد واخلو. موږ په تېرو څو میاشتو کې کابو ۲۵۰۰ تنه نیولي. په ۴۵ ورځو کې مو ۷۵۰ تنه د کوچنیو جرمونو په تړاو نیولي چې په جېبونو کې یې نشه یي توکي، چاقو او آن ساخته ګي تومانچې وې.
زه هیله من یم چې په راتلونکو دوو میاشتو کې له دې بهیره ښې پایلې ترلاسه کړو… په پنځمه او اتمه حوزه کې د تېرو اونیو په پرتله پېښې کمې شوې دي.
درېیم اړخ چې ډېر ارزښت لري په خپله ټولنه ده، چې تنکي ځوانان د کورنیو له خوا څه ډول روزل کېږي؟ ځکه موږ مسلمانان یو د بل مسلمان ځورول او غلا په دین کې ناروا عمل دی. څه ډول دا هلکان دا کار کوي؟ تمه داده کله چې د یوه قبر کټاره ورکېږي باید له پولیسو پوښتنه وشي، خو دا پوښتنه نه کېږي چې دا ډول وګړي مړي ته درناوی نه پېژني.
ټینګار مې دادی چې که غواړو په ښارونو یا کابل کې جرمونه کم وي باید پروګرامونو ته له بېلابېلو اړخونو وګورو نه یوازې د پولیسو له اړخه.
۸صبح: په دې برخه کې څه کار شوی دی؟
اندرابي: له همدې امله غواړم تاسو له هغو وزیرانو سره چې په بېلابېلو برخو کې دي په کابل کې د جرمونو په اړه بحث وکړئ چې دوی څه پروګرام لري؟
۸صبح: د بېلګې په توګه د پوهنې وزارت له محبسونو سره د سواد د زده کړې پروګرام درلود.
اندرابي: موږ په ځلونو په امنیت شورا کې پر دغو مسلو کار کړئ، خو دوی د جرمونو د کمښت موضوع تر ډېره د پولیسو دنده او د دوی یو فزیکي کار بولي، په داسې حال کې چې اړتیا ده په نورو اړخونو کې هم کار وکړو! غواړو په دې برخه کې فردي او د کورنیو مسوولیت منل هم رامنځته شي.
۸صبح: ډېر ځله مو د پولیسو د حوزو مسوولین بدل رابدل کړي، خو په وضعیت کې بدلون نه دی لیدل شوی. ولې دې کار د پام وړ پایلې نه دي لرلې؟
اندرابي: موږ په څو اساسي اړخونو کې کار کړی، د مسوولینو بدلول رابدلولو دوام درلود، زه پر څو جوړښتي او دقیقو کارونو باوري وم، لومړی دا چې په شپږو اونیو کې ساتمنانو او سرتېرو ته د څه شي درس ورکړل شي؟ یو څوک چې څلور کاله اکادمی وايي څه او په څه ډول زده کوي؟ له همدې امله به په راتلونکي کې د هېوادوالو او مدني ټولنې په مشوره نصاب بدل کړو. همداراز زموږ څلور کلنه دوره یوه کال ته رابدله شوه او اوس یوازې د پوهنتونونو فارغان جذبوو، دوهمه موضوع کدري بهیر دی چې وګړي بدل رابدل کړو او په شرایطو برابرو وګړو په ګمارلو، د اغېزمنتیا کچه لوړه کړو. دا چاره لږترلږه یوه کال ته اړتیا لري چې پایلې یې وګورو.
یادونه کوم، چې تر ټولو مهم د کورني امنیت ریاست دی چې تازه مو جوړ کړی دی.ددې ریاست دنده د پولیسو په لیکو کې له فساد سره مبارزه، قانون منل، په ملي پولیسو کې د بهرنیو عواملو او دښمن د نفوذ مخنیوی دی. دغه ریاست ډېر کارونه کړي او د پولیسو د مسوولیت منلو کچه یې لوړه کړې ده…
دا هم باید ووایم، چې موږد کورنیو چارو وزارت پر تامیناتي برخه ډېر کار وکړ، یو مثال یې درته وایم، د کورنیو چارو وزارت د تاسیساتو د ساتنې لپاره د کال یو اعشاریه درې میلیارده افغانۍ قرارداد کېده، په بدلونونو سره مو دا کچه درې سوه میلیونو ته راکمه کړه.
دوهم، د پولیسو د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه ده، د یوه شهید کورنۍ په ځینې وختونه څلوېښت ورځې د خپل کار په لټه کې وه، خو اوس یې کارونه په څلورو ورځو کې حل کېږي. د پولیسو د کورنیو ستونزو ته د رسېدو مرکز موږ جوړ کړ، د پولیسو د شهیدانو ریاست مو د پولیسو د ملاتړ په ریاست بدل کړ چې له ژوندیو پولیسو هم ملاتړ وکړي.
درېیم مدیریت دی، موږ د سرچینو یو ریاست جوړ کړ چې څه ډول د کورنیو چارو وزارت لپاره پراختیايي پروګرامونه جوړ کړو دا ټول د افغانانو له خوا برابر او عملي کېږي. بله موضوع د کورنیو چارو وزارت ډیجیټلي کول دي. دغه وزارت د مالوماتي تکنالوژۍ ریاست نه درلود یوازې د مخابرې ریاست یې و چې په کلاسیک ډول یې د مخابرې اړیکې ټینګولې. نورې چارې یې کمپنیو کولې خو موږ دا ریاست جوړ کړ او په راتلونکو دوو کلونو کې به د کورنیو چارو وزارت د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې پر ځان بسیا شي.
۸صبح: ولسمشر غني څه موده مخکې حکم وکړ چې کورنیو چارو وزارت د ولسوالیو د امنیې قوماندانانو په ګمارلو کې له امنیت شورا سره مشوره وکړي، ولې دا وزارت له امنیت شورا سره مشوره کوي؟ آیا دا یو ډول کاري تداخل نه دی؟
اندرابي: د ولسوالیو قوماندانان، د افسرانو د ذاتي قانون له مخې ټاکل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت صلاحیت دی! خو موږ په دې فکر کې یوو چې د کابل او نورو ښارونو د حوزو د مسوولینو په ټاکلو کې، د مدني ټولنې او خلکو استازي، د کورنیو چارو وزارت په مشورتي بورد کې شامل کړو چې دوی یې په ګمارلو کې نظر ورکړي.
۸صبح: که دوی نظر ورکړي چې دغه وګړی باید ونه ګمارل شي، ستاسو نظر به څه وي؟
اندرابي: دلایل به یې وایي! دوی یوازې دې خبرې ته نه ګوري، سکرتریت د کورنیو چارو وزارت ته همدا کار کوي د وزارت قناعت سل په سلو کې شرط دی.
۸صبح: ډېر ښه، په دې وروستیو کې موږ یو تحقیقي رپوټ درلود چې د تورنو او شکمنو د نیولو لپاره د لویې څارنوالۍ اوه زره حکمونه، د پولیسو له خوا نه دي اجرا شوي، ولې؟
اندرابي: دا یو ډېر مهم بحث دی… د همدې لپاره موږ له لویې څارنوالۍ سره یوه ګډه کمیټه جوړه کړې، لومړی کار مو دا و چې حکمونه سم تعریف او دا شمېر سم روښانه کړو. دغې کمیتې پرې کار کړی چې واقعا دا وګړي شته او ځای او آدرس یې چېرته دی. له هغې ډلې مو ښايي ۱۲۸ او ۱۲۷ د نیولو حکم چې ډېر مهم و اورېدلی وي، موږ په دې برخه کې اتیا سلنه پرمختګ درلود، تثبیت مو کړه چې شل سلنه یې له هېواده بهر دي، د انټرپول له لارې مو له نورو هېوادونو سره اړیکه ونیوه او دغه وګړي مو ونیول، کابو اویا سلنه مو څارنوالۍ ته معرفي کړل. د هغو یو شمېر په ګډون چې د طالبانو ترواکمنۍ لاندې سیمو ته تللي وو.
۸صبح: د هغو وګړو پرخلاف چې د جرم له کولو وروسته د طالبانو ترواک لاندې سیمو ته ورځي څه اقدام کوئ؟
اندرابي: هماغه شان چې یو طالب چې چاودنه یا برید کوي پيدا کوو یې، د مجرمینو د نیولو لپاره هم د افغانستان په هر ځای کې چې وي پلټنې کوو، دا په دې مانا نه دي چې دا وګړي زموږ تر تعقیب لاندې نه دي.
۸صبح: د وروستۍ پوښتنې په توګه، په کابل کې لوړپوړې ودانۍ جوړې شوې چې ډېری یې ناقانونه دي، د پولیسو له اجازې پرته په هېڅ یوه سیمه کې ودانۍ نه جوړېږي؛ ولې پولیس مرسته کوي چې غیرپلاني ودانۍ جوړې شي؟
اندرابي: ګورئ، د ښاروالۍ په نوم یوه قطعه وه چې په دې وروستیو کې لغوه شوه او مسوولیت یې بېرته پولیسو ته وسپارل شو! فکر کوم دا د پولیسو د ناغېړۍ له امله نه؛ بلکې د ودانیو د جوړولو په برخه کې د یوه منظم سیستم د نشتوالي له امله دی. موږ اوس په دې اړه په یوه تګلاره کار کوو.موږ له ښاروالۍ وغوښتل په اوسني پیر کې چې جغرافیايي سیستم موجود دی، هره سیمه او کورونه باید نومونه ولري!
موږ په ښاروالۍ او پولیسو کې دوې ادارې جوړې کړې چې په غیرپلاني سیمو کې باید ودانۍ جوړې نه شي… موږ انشاءالله ددې پروګرام له پلي کولو ډاډمن یو او پولیس په دې برخه کې پرېکنده عمل کوي، خلک باید ډاډمن وي ترکومه بریده چې د پولیسو مسوولیت دی، قاطع عمل کوي.
۸صبح: ډېر ښه؛ قضاوت خلکو ته پرېږدو! هیله من یو چې په راتلونکي کې ستاسو پروګرامونه عملي شي او د افغانستان ښارونه له بشپړ امنیته برخمن شي. مننه کوم چې د مرکې لپاره مو وخت راکړ.
اندرابی: له تاسو هم مننه، خوښ اوسئ