د مارچ اتمه ځانګړې

فوزیه کوفي: په افغانستان کې برابري له بده مرغه په یوه خوب اوښتې ده

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سقوط نه وروسته او د طالبانو د متحجرې ادارې په راتګ، په افغانستان کې د ښځو وضعیت کې د پام وړ بدلون راغلی او ښځې بیا شاتګ ته اړې شوې دي. د طالبانو د مشرتابه یو له لومړنیو فرمانونو، له شپږم ټولګي تر دولسم ټولګي پورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل و. وروسته له هغه نه پارکونه، د پوهنتون دروازې، دولتي ادارې او خصوصي موسسې هم تر ثانوي خبرتیا پورې د...

د انسان واقعیت او حقیقت

انسان په واقعيت نه، په حقیقت پیږندل کېږي. واقعیت ثابت او حقیقت بدليدونکي دی. انسانیت د انساني حقیقت تر ټولو مهمه او جوړونکي برخه ده. ستونزه  د انسان د واقعیت پیږندنه نه ده. د انسان واقعیت هر چا ته د پوهاوی وړ دی. په يوه نظر کولای شو دا واقعیت وپيږنو. ستونزه د انسان د حقیقت پیږندنه ده. اول ځل له يوه انسان سره په مخامخ کېدو کې د هغه واقعیت وينو، خو په حقیقت يي نه پوهيږو او حقیقت...

د ځانمرګي د ښځې کیسه!

ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ او نورو ډېرو اړوندو مناسبتونو کې د افغانو ښځو د ډېرو ستونزو په اړه بحث شوی، خو یو اړخ یې چې له پامه غورځول شوی، د طالبانو د ښځو له کړاوه ډک او دوزخي ژوند دی. دلته د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د یوه ځانمرګي بریدګر د ښځې کیسه شریکوو، څو خبر شئ، چې یوازې د نورو خلکو ښځې، د طالبانو د ظلم او استبداد قربانیانې نه دي؛ بلکې...

د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ

د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ

اتم د مارچ، په نړۍ کې د ښځو نړیوالې ورځې په نامه یاديږي، دا ورځ په ۱۸۵۷ زېږديز کال کې هغه مهال پیل شوه، چې د امريکې متحده ایالتونو د نیویارک ښار د نساجي فابريکې اړوند کارکوونکو ښځو، د خپلو انساني حقوقو او انساني کرامت ترلاسه کولو لپاره، په دې کال کې ډير پراخ لاريونونه پیل کړل او غټ شور يې جوړ کړ، ځکه چې ددې فابريکې ښځينه کارکوونکو به کار کاوه؛ خو د کار اجوره به يې نه ورکول...

د مارچ اتمه د ولنټاین ورځ نه ده

د مارچ اتمه هر کال د ښځو د عدالت غوښتنې او مبارزې د ورځې په توګه نمانځل کېږي. پر دې ورځ يې د خپل تن وینه د کوڅو او سړکونو پر ډبرو او هوارې تویه کړه، چې د کار برابر حقوق او امتیازات ترلاسه کړي. په حقیقت کې نن ورځ مېرمنې د خپل ټولنیز ځای د موندلو لپاره لاس په کار شوې، د ژوندانه د زنځيرونو د ماتولو لپاره راټولې شوې او د بېکسۍ له زنګانه یې سر پورته کړ....