۸صبح، دایکندي: دایکندي ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې نهه تنه ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې په یوه له دغو پېښو کې، چې شنبه غرمهمهال د لړم پر اوومه نېټه د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې شوې نهه تنه مړه او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د سیمهییزو مسوولانو په وینا دغه مرګونې پېښه داسې مهال شوې، چې یو فلانکوچ ډوله موټر له میرامور ولسوالۍ څخه «اشتو» کلي ته روان و، خو د «سر اسپک اونکه» کوتل په سیمه کې اوښتی دی.
په وژل شویو کې یو ښځه هم شامله ده او د ځینو ټپیانو وضعیت نازک بلل شوی دی.
په یوه بله ترافیکي پېښه کې یو فلانکوچ موټر، چې له ۱۱ کسانو سره له کابل څخه د دایکندي ولایت د مرکز نیلي په نیت روان و، د دې ولایت د شهرستان ولسوالۍ په رمکک بندر سیمه کې چپه شوی دی.
دایکندي کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې درې نارینه او یوه ښځه ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې له کابل سره د دایکندي او نورو ولایتونو نښلونکې لارې خامه او غیرمعیاري دي، له همدې امله په دغه ولایت کې کله کله مرګونې ترافیکي پېښې کېږي.