پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د کشمیر په ایالت کې د یوه راکټ سرګلولې د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي او یو تن ټپي دی.
د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۷مه د پاکستان په «کنډ کوټ» سیمه کې شوې ده.
د کشمیر ایالت پولیس وايي، چاودنه د استوګنې په یوه کور کې شوې ده.
په همدې حال کې د پاکستان د خلکو ګوند مشر د دغه هېواد له حکومته د دې چاودنې د څېړلو غوښتنه کړې ده.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې ورته پېښې شوې دي.