۸صبح، غور: سیمهییزې سرچینې وایی، د واورې ورېدنې له امله د کابل – غور پر لویه لار شاوخوا ۱۰۰ مسافر بند پاتې دي.
سرچینو دوشنبه د سلواغی پر څلورویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په بکک کوتل کې ۵ مسافروړونکي موټر، چې ۹۰ تنه پکې سپاره وو بند پاتي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په مسافرو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د کابل – غور پر لویه لار بند پاتې مسافر د مرستې او د دې لارې د بیا پرانېستو غوښتنه کوي.
طالبانو د دغې لويې لارې د تړل کېدو په اړه څه نه دي ويلي او يوازې يې يو کس ته اشاره کړې چې ادعا کوي پرون یې د غور ولايت په شهرک ولسوالۍ کې له سړې هوا څخه ژغورلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غور ولایت د لعلوسرجنګل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د سړې هوا له امله ساه ورکړه.