د ننګرهار محبس کې د روږدو د درملنې ۱۰ بستریز روغتون پرانیستل شو
زمان سهيل

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست له لورې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت د دې ولایت په محبس کې د روږدو د درملنې په موخه لس بستریز روغتون پرانیستل شو.
د ياد ولايت د روغتيا رياست چارواکو په وينا، له دې وروسته به په دې روغتون کې د هغه روږدو بندیانو درملنه ترسره کېږي چې بېلا بېلو قضیو کې بندیان شوي دي.
د ننګرهار د روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد دراني وويل، روغتيا رياست په پام کې لري چې د یاد روغتون په مجهز کولو او نورو برخو کې جدي همکاري وکړي.
د چارواکو په وينا، د افغانستان په زندانونو کې د درملنې ستونزو د راکمېدو په پار به د روږدو کسانو د درملنې په موخه د ورته ځانګړو روغتونونو د جوړولو لپاره د افغان حکومت هڅې دوام ولري.
د هېواد په زندانونو کې بندیانو ته د نشه یي توکو اسانه لاسرسي د دې زمينه برابره کړې چې د زندانیانو په منځ کې هم مخدره توکو باندې روږدېدا ډېره شي.