۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یو دیارلس کلن ماشوم د پاکستانی پوځیانو په ډزو وژل شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، چې دغه ماشوم فيضالله نومېده او جمعه د سلواغي پر اتهویشتمه نېټه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په تهندی مرغه سيمه کې وژل شوى دى.
د سرچينو د معلوماتو له مخې دغه ماشوم د پاکستاني پوځيانو له خوا هغه مهال په ډزو وويشتل شو، چې خپل څاروي یې څرول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
څه موده وړاندې هم د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په مرغه کلي کې د پاکستاني پوځيانو په ډزو يو ملکي وګړی وژل شوی و.