۸صبح، کابل: په هلمند کې یوې ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې یو دیارلس کلن ماشوم په مرموز ډول تر شکنجې وروسته وژل شوی دی.
سرچينې پنجشنبه د لړم پر دوولسمه ٨صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د دغه ماشوم نوم محبالله و، او د يوې ديني مدرسې طالب و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، محبالله چې له يوه کال راهيسې بېدرکه و، چهارشنبه د لړم پر ۱۱ يې مړى وموندل شو.
د دغه ماشوم جسد تر وژلو وروسته یوې ژورې څاه ته غورځول شوی و.
تر اوسه د دغه ماشوم د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د جنايي پېښو کچه لوړه شوې ده.