په پکتيکا کې يو ١٤ کلن ځوان په بې رحمانه ډول ووژل شو

۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې د یوه ۱۴ کلن تنکي ځوان مړی موندل شوی دی.
د پکتيکا په ولايتي روغتون کې يوه باوري سرچينه وايي، چې نن د دوشنبې په سهار (د غوایي په ٢٥مه)، د پکتيکا د يوسف خېلو ولسوالۍ د دشت الله اکبر په سيمه کې د دغه ځوان مړى له يوه پلچک لاندې موندل شوى او روغتون ته لېږدول شوى دى.
د سرچينې په وينا، ماشوم لومړى د ناپېژاندو کسانو له خوا په دار ځړول شوى او بيا يې جسد د پلچک لاندې په يوه بوجۍ کې اچول شوی.
د دغه ځوان هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او جسد یې لا هم د پکتیکا په ولایتي روغتون کې دی.
په پکتيکا ولايت کې طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو بې رحمانه وژنې زياتې شوې دي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم په غزني کې یو اوه کلن ماشوم د نامعلومو کسانو له خوا په وحشیانه ډول وژل شوی و.